fbpx

هغه شاعر چې طالبانو اعدام کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ جولای ۲۰۱۹ ـ د طالبانو په وخت کې هغو کسانو ته سختې سزاوې ورکول کېدې چې د دوی په باور غیر شرعي کارونه به یې کول. دوی وروسته په دې پلمه د خلکو په شخصي ژوند کې هم مداخلې پيل کړې او دا مداخلې دومره ډېرې شوې چې له ولس څخه یې د ږیرې واک هم واخیست او خلک یې مجبور کړل چې خپل ظاهر کټ مټ د طالبانو په څېر جوړ کړي. دوی د ږیرې په کمولو او د پيکي په پرېښودلو هم هغه وخت خلکو ته سختې سزاوې ورکولې، دا ټپه د هماغه وخت محصول ده چې وايي:
د طالبانو سخت نظام دی
چپه کاکول د خولۍ لاندې تېرومه
د طالب سزا داسې نه وه چې محاکمې ته به یې بوتلې، خبره به یې درباندې سپینه کړه او بیا به یې سزا درکړله، بلکې هماغه شېبه به یې قمچینه درته ونیوله او یا هم که د دوی په نظر غټ ګناهګار به وې، د ټوپک شپېلۍ ته به یې مخ کړې او ماشه به یې درباندې خالي کړه.
د هغو کسانو له ډلې چې طالبانو د خپل حکومت پر مهال سخت زیاتی ورسره وکړ، یو هم ځوان شاعر عبدالله خیال و. لیکوال او هنرمند لطیف جان بابی د ارواښاد خیال په اړه وايي چې نوموړی د حبیب الله خان کاکړ زوی او د معزالله خان لمسی و چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د صالحانو په کلي کې یې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې. خیال خپل ماشومتوب د صالحانو په کلي کې تېر کړ، خو د افغانستان جګړو هغه مجبور کړ چې کلی پرېږدي او کوټې ته کډوال شي.

د لطیف جان بابي په وینا خیال تر اتم ټولګي ښوونځی لوستی و، خو وروسته یې دیني زده کړو ته مخه کړه او په کوټې کې یې د ملايي پګړۍ وتړله. د مدرسې له فراغت وروسته نوموړی بېرته کندهار ته راغی او په ډنډ ولسوالۍ کې مېشت شو.
عبدالله خیال طالبانو د یوې صحرايي محاکمې له پرېکړې وروسته د جاسوس په تور د کندهار په شهیدانو چوک کې اعدام کړ.
لطیف جان بابی د خیال د شاعرۍ په اړه لیکي چې ښه خوندوره او هېواد مئینه شاعري یې کوله او خپل باغي افکار یې د شاعرۍ حصه ګرځولي و. ارواښاد خیال په خپل یوه بیت کې وايي:
په قول کې صادق یم، دغه ژمنه کاکړۍ ده
زه غاړه د منصور یمه د دار پر لوري ځمه
د نوموړي دا خبره رښتیا شوه او په دار شو، خو ښاغلی بابی یې ګناه دا ګڼي چې ده په خپلو بیتونو کې اشاره ورته کړې ده.
پاکه مې تومنه د اریا ده، په قام افغان یادېږم
زوی زه هېڅکله د چا نه، پلار د جهان یادېږم
لوېدیځ، ختیځ واړه نړۍ مې په افغان پېژني
څه ورک خو نه یم چې به زوی د این و آن یادېږم
لیکوال: عمران وطندوست

Your SEO optimized title page contents