fbpx

پاکستاني وکیلان: د محسن داوړ او علي وزیر پر ضد تورونه بې بنسټه دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ جولای ۲۰۱۹ – په پېښور کې د پاکستان د ټولو سیمو څخه راغلو وکیلانو په یوې غونډه کې د یو لیک په لاسلیک کولو سره غوښتنه کړې ده چې د محسن داوړ او علي وزیر پر ضد دې تورونه بېرته واخیستل شي.

په پاکستان کې د بیلابیلو سیمو وکیلانو په یو لیک کې له پاکستاني ریاسته په کلکه غوښتي چې د شمالي او جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلې غړي علي وزیر او محسن داوړ دې د پارلمان غونډو ته حاضر کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر د مۍ پر شپږ ویشتمه نېټه او محسن داوړ بیا د اختر په شپو او ورځو کې د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښې او په دغې سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو د یوې چاودنې په تور نیول شوي دي. او لاهم محسن داوړ او علي وزیر په پاکستاني زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

خو محسن داوړ او علي وزیر هغه وخت ټول تورونه بې بنسټه بللي و دوی پوځ ته په ځواب کې ویلي وو، چې ګواکې په پولیسو دوی برید نه دی کړی ،بلکې د پي ټي ایم په احتجاجي کاروان پاکستاني پوځیانو مرګونی برید کړی وو چې په نتیجه کې د پي ټي ایم ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور غړي یې ټپیان شوي وو.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د ټولو سیمو وکیلانو په یو یو لیک کې د محسن داوړ او د علي وزیر پر ضد د ټولو تورونو بېرته اخیستلو غوښتنه کړې ده.

دغه راز د همدغې قضیې له امله څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ یو ځل بیا محکمې ته په خپل وخت وړاندې نه شو، خو محکمې ته یې د وړاندې کولو نېټه د جولای ۱۸ مې ته وغځول شوه، نږدې څلور ورځې وروسته به بیا دواړه مخکښ مشران محکمې ته وړاندې شي.

د یادلو ده د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې یوازینۍ زړوره ډله ده چې د پښتنو لپاره یې هر اړخیزه مبارزه پیل کړې ده. دوی د پاکستاني پوځ د ظلمونو، د پوځ له خوا د ترهګرو د روزلو او د پښتنو پر کورونو او بازارانو د پوځیانو د بمونو د غورځولو خلاف ناره پورته کړې ده.

Loading...