fbpx

په افغانستان د درمل جوړولو ۴۲ مجهزې فابریکي عملأ کار کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ جولای ۲۰۱۹ – د افعانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د درملو جوړولو نوې فابریکي جوړې شوي دي چې د هغې له ډلې په هرات، ننګرهار او کندهار کې دا مهال د درمل جوړولو شااوخوا ۴۰ فابریکې فعالې شوي دي او په دې توانېدلي دي چې د هېواد د درملو ۲۰ فیصده اړتیاوې پوره کړي.

نن په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې دغه تولید شوي درمل د کیفیت د بشپړې ارزونې وروسته بیلابیلو بازارونو ته وړاندې شوي چې د ناروغانو د استفادې وړ بلل شوي دي .

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي په هېواد کې تر دا مهاله تر ۴۲ پورې مجهزې فابریکې عملأ په کار بوختې دي چې په ټوله کې ۱۵۶ قلمه بیلابیل درمل تولیدوي چې له جملې یوازې ينځلس قلمه د هېواد اړتیاوې پوره کولی شي.

مسوولین یې وایې دغه درمل یوازې د افغانستان لپاره نه تولیديږي، بلکې بهرنیو هېوادونو لکه کاناډا او سومالیا ته هم لېږدول کېږي چې ورځ تر بلې یې د تولید بازار ښه شوی او لاهم د ښه کېدو په حال کې دی.

مسوولین زیاتوي دا په افغانستان کې جوړ شوي درمل دي چې اکثره مهم مواد یې په افغانستان کې تیارېږي چې اوس یې د صادراتو مرحله بشپړه شوې، چې ډېر ژر به د هوا له لارې ولېږل شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر ډاکټران اوس هم د هېواد په تولید شویو درملو ډاډه نه دي، دوی اوس هم شکي دي چې ګواکې بې کیفیته به جوړ شوي وي، خو روغتیا وزارت ډاډ ورکوي چې دا ټول درمل حتمي ارزول شوي بیا یې بازار ته د وړاندې کولو اجازت شوې ده.

د درملو ځیني پلورونکي هم شکایت کوي او وايي، ناروغان په هېواد کې جوړ شوي درمل نه کاروي دوی اوس هم له پخواني وخته ویره لري چې ګواکې بې کیفیته درمل نه وي چې له مرګ سره مخ نشي.

دوا پلورنکي شکایت کوي او وایې په هېواد کې یې د تولید درمل په هر درملتون کې شته، خو پلور یې لږ دی، هر څوک چې راځ ترې سر ټکوي.