fbpx

پښتون ژغورنې غورځنګ له انقلابي او لړزونکې حرکت سره را روان دی!

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جولای ۲۰۱۹ – نېږدې څو اوونۍ کیږي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجاب پر وړاندې خپلو انقلابي حرکتونو او د حق غوښتنې لپاره پیل کړې مبارزه کې؛ خاموشي اختیار کړې وه/ده. دا خاموشي تر ټولو بریالۍ او له یو نایابه قوت سره تړلې وه/ ده چې نېږدې ورځو کې به د پنجاب ریاست ستنې ولړزوي. د بدلون زوروې نارې به پورته شي، فضاء به د انقلاب شعارونه په سر واخلي او په دې سره به د پنجابي حکومت ستونې ته د ورنېږدې کېدونکې کړۍ بل ول ور ولوېږي. د تور ژوبلور لېوه داړې به ماتېږي، نور به د پښتون په معصومه وینه کې نه رنګیږي. په هرې تورې شپې پسې حتمي روڼ سهار راځي. په هرې بدمرغۍ پسې حتمي نیکمرغي راځي، د حق د لارې هرې مبارزې پای خوندور وي.

 منظور پشتین تازه ویلي خلک دې دا فکر نه کوي، چې ګنې موږ له زندانونو ووېرېدو، موږ دا وخت طرحې جوړولې. راتلونکي لانګ مارچ کې به ټولو ته پته ولګیږي، چې پي ټي ایم په خپله خاموشۍ کې څومره کار کړی دی.

منظور پشتین په یوې لویې داعیې پسې راوتلی. پښتون ته ژوندون غواړي، حق ورته غواړي؛ ازادي ورته غواړي، د خپلو ورکو او شهیدانو په حسابونو پسې راوتلی. دا وړې خبرې نه دي. د دې لپاره پیاوړې او لیکلې طرحې باید ولري. خپل قوت تشخیص کړي، خپلې کمزورۍ وپېژني. خنډونه او موانع باید قلمداد کړي؛ نو اړتیا ده چې له خپل ټیم سره سلا مشورې وکړي. کوزې پښتونخوا کې ګوټ ــ ګوټ ته ولاړ شي.

د هرچا مشوره او دعاء واخلي. د هرې مور سترګو ته وګوري، د هر ماشوم په سرد عاطفې او اسرې لاس ور تیر کړي. د ټولو هیلې همدې ملنګ زلمي ته دي؛ د ټولو منظور په پشتین پسې تړلی. راتلوونکې اوونۍ ــ میاشتې به د پښتنو د حق غوښتنې غورځنګ لویې او لړزونکې غونډې کوي او پتیلې یې ده چې پنجابي حکومت ته به د خپلو غوښتنو او شرایطو د پوره کولو لپاره کرښې کش کړي؛ ضرب الاجل به ورته ټاکي.

برو پښتنو ته بویه!

چې د خپلو ورونو ملا ور وتړي. غږ ته یې انعکاس ورکړي. د انقلاب نارې ورسره زم زمه کړي!

لیکوال: ډاکتر سید نصیب الله

Loading...