fbpx

اصغر افغان: کله چې هم لوبډله کې ډله بازي راغله، زه به کرکټ پرېږدم

خبريال وېبپاڼه / ۱۶ جولای ۲۰۱۹: د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تازه مرستيال لوبډلمشر ټاکل شوی اصغر افغان وايي، چې دی له خپل هېواد سره هېڅ کله هم خيانت نه شي کولای، ځکه چې هېواد يې مور ده. هغه وايي چې کله هم په لوبډله کې ډله بازي راغله، نو زه به کرکټ پرېږدم، ځکه چې زه په ډلو کې لوبه نه شم کولای.

اصغر افغان چې ډېره موده د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، چې له نړيوال جام مخکې ليرې او په ځای يې ګلبدین نایب د يو ورځنيو، رحمت شاه د ټېسټ او راشد خان د شل اوريزو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، چې له دغه وروسته په کپتانۍ باندې ستونزې راولاړې شوې، چې راشد خان او محمد نبي هم د دغه پرېکړې پر ضد ټويټونه کړي و.

له نړيوال جام وروسته يو ځل بیا لوبډلمشر بدل او راشد خان د ټولو فارمېټونو لوبډلمشر شو او اصغر افغان بيا د ټولو فارمېټونو مرستيال لوبډلمشر وټاکل شو.

خو تازه په کابل کې د راشد خان اکاډمۍ په پرانيستې غونډه اصغر افغان له خلکو سره په خبرو کې ويلي دي، چې هېواد يې مور ده او هېڅ کله هم له هېواد سره خيانت نه شي کولای.

هغه وايي، کله چې لوبډلې په نړيوال جام کې دوه لوبې وبايېللې، نو يې ټول لوبغاړي په ګډون د کپتان راغونډ کړل، ټولو په ګډه لمونځ وکړ او بيا يې په ټولو کليمې تېرې کړې او ورته يې وويل چې تاسې ته چا ويلي چې لوبه مه کوئ؟ هغه وايي ټولو ويلي چې هيچا هم نه دي ويلي.

هغه زياتوي، چې بيا مې له ټولو پوښتنه وکړه چې ولې؟ ځکه د ولې ځواب موږ ته هم معلوم دی او ټولو مينه والو ته هم مينه وال دی. هغه وايي ګلبدین زموږ کپتان و، زموږ دښمن نه و، ځکه زه هېڅ کله هم له رسنيو سره خبرې نه کوم، بيا به خلک وایي چې ګلمرجان يې نه مني.

اصغر افغان وايي چې ما کله هم د ځان فکر نه دی کړی، ماسره چې کوم کار وشو، هغه په ټوله نړۍ کې له چا سره نه دی شوی، خو ما هېڅ هم ونه ويل.

هغه وايي چې په لوبډله کې هېڅ خبره نشته، ټول په اتفاق دي، ټول لوبغاړي د يو کس لپاره نه لوبېږي، د افغانستان لپاره لوبېږي او په لوبو کې ګټل او بايېلل حتمي وي.

هغه زیاتوي چې کله هم په افغان لوبډله کې ګروپ بندي راغله، نو بيا به ما کرکټ پريښی وي، ځکه چې اصغر په ګروپونو کې لوبه نه شي کولای.