fbpx

ولسمشر: د خپلواکۍ سلمه کالیزه دې په شاندارو مراسمو ونمانځل شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جولای ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد
اشرف غني پرون ماښام د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې عالي بورډ غړو سره وکتل او دغه بورډ ته یې په ټینګار وویل چې په ښه توګه دا ورځ ونمانځۍ.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې چې تېره شپه د نمانځنې عالي بورډ خپل وروستی راپور له ولسمشر غني سره شریک کړ او د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د شاندارو مراسمو لپاره یې د یادې ادارې د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل.

دغه بورډ وایې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې شپاړس ګونو کمېټو په ۱۵۰ برنامو کار کړی چې د خلکو او دولتي ارګانونو ونډه په کې پراخه او هراړخیزه ده، ترڅو د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مراسمو جشن په شاندار ډول ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دغو جوړیو شویو برنامو څخه خوښي وښودله او د یوې ملي ورځې په توګه یې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په شانداره نمانځلو ټینګار وکړ.

ولسمشر سپارښتنه هم وکړه چې د هیواد د خپلواکۍ د شانداره جشن په اړه باید ټولې دولتي ادارې په ګډه هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادولو ده غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ اویاهم په ۱۲۹۸ کال کې له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکۍ ترلاسه کړه چې په همدې نېټه یې د افغانستان جنډه پورته او په همدې سره دغه ورځ په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شو.

له هماغې وخته راهیسې د زمري ۲۸ مه نېټه د هېواد دخپلواکۍ ورځې په توګه نومول شوې او هرکال د هېوادوالو او حکومتي چارواکو له خوا نمانځل کېږي.