fbpx

عبدالوکيل عشرتي: مشعل به د کرکټ بورډ بوديجه په شرابو مصرفوله

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جولای ۲۰۱۹ – په دې وروستیو کې د افغان کرکټ بورډ پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل د بورډ د ممبر غړي په صفت دنده پیل کړې، خو د کرکټ شنونکو مشعل په دې تورن کړی دی چې په لوبډله کې بې اتفاقۍ ته لمن وهلې او ډلې ټپلې یې یو ځل بیا رامنځته کړي دي.

د افغانستان ملي لوبډلې په تېر نړیوال جام کې په پرله پسې توګه خپلې ټولې لوبې وبایللې چې په کور دننه یې د کرکټ چارو شنونکي اندېښمن کړي د دوی پر وینا د ماتو یوازینی علت په لوبډله کې د اتفاقۍ او ډلبازۍ جوړول و، دوی دا تور د بورډ په ممبر غړي عاطف مشعل پورې کړ چې ګواکې افغان کرکټ یې بینډ کولو ته ورنږدې کړی دی.

دا نیوکې او تورونه د جولای په ۱۴ مه نېټه د شمشاد ټلویزیون د تاوده بحثونو په یوې ژوندۍ خپرونه کې د کرکټ چارو شنوونکو سرتاج شاهد زي، عبدالوکیل عشرتي او ولي مینه ناک د کرکټ بورډ په غړو وکړ.

د دوی له ډلې سر تاج شاهدزي په خپلو خبرو کې وویل د افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا د بورډ پخواني مشر عاطف مشعل محاصره کړی، هغه په مشعل تور پورې کړ چې وخت ناوخت له پخوانیو تجربه ناکو لوبغاړو سره ناستې پاستې لري او په خپله خوښه له بورډه څوک رخصتوي او څوک ورته راولي. چې دایې له خپلې دندې او صلاحیت څخه پورته خبره ده.

د دوی له ډلې په دې بحث کې عبدالوکیل عشرتي وویل عاطف مشعل له عزیزالله فضلي وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس په توګه راغلی وو چې د همدې مشعل پر وخت د افغانستان کرکټ بورډ اداره او ملي لوبډله د تباهۍ په لور وخوځېده چې نن ورځ یې ټول ملت سمره ګوري.

عشرتي وړاندې وویل د عاطف مشعل د ریاست پر مهال په ملي لوبډله کې بې اتفاقي، ډله بازي، د لوبغاړو ترمنځ دې ته ورته نورې ستونزې هم ایجاد شوې وې ،دغه راز یې افغان کرکټ بورډ د سیاست ښکار کړ چې ښکاره بېلګې یې د شپږیزې ، لېسټ ای او نورو لیګونو ته د ولسي جرګې غړي او نور حکومتي چارواکي دعوت کول وو، حتا چې بمې چاودنه هم پکې وشوه.

د عشرتي پر وینا عاطف مشعل هغه وخت د لاریونونو وروسته له دندې ګوښه شو، خو له هغې سره سره عاطف مشعل په اسلام اباد کې د سفارت د دندې ترڅنګ یو ځل بیا ولسمشر غني د بورډ غړي یا د ممبر په توګه وټاکه چې په ټاکل کېدلو یې افغان ناراضه دي.

د کرکټ شنونکي سرتاج شاهدزي پر وینا مشعل دا مهال په کرکټ بورډ کې په زیاته اندازه واک لري،نوموړی ډیر برلاسی دی چې د اجرایه رئیس او د بورډ د مشر په شتون کې خپله تصمیمونه نیسي او هم د هغوی پر ځای پرېکړې کوي چې دا یې ښه کار نه دی.

عبدالوکیل عشرتي په دې بحث کې وړاندې وویل عاطف مشعل د بورډ په ارزښتونو لوبې وکړې او هغه وخت هم د ریاست لپاره د عاطف مشعل په راتګ سره په لومړی ځل د بورډ ۳۲ تنه غړو بایکاټ وکړ چې دایې ښکاره کمزوری مدیریت وو خو بیا هم د بورډ ممبر غړی ټاکل شوی دی.

عشرتي پر مشعل دا تور هم پورې کړ چې د لوبډلې سره به یې په بهرنیو هېوادونو کې د بورډ پر بودیجې شراب او نوشابې څښلې، دغه راز یې د ارګ مهمو غړو ته هم له بودیجې څه اندازه پیسې ورکولې.

هغه وړاندې وایې د مشعل پر وخت کې ۱۵ داسې دوسیې هم (ای سي سي) کرکټ بورډ ته رالېږلي چې د مشعل په ګډون پکې ډیری نور غړي د افغان غوره لیګ یا د ( ای پی ایل) سیالیو په فساد تورن دي چې ګواکې ډیرې پیسې یې جیبونو ته تللي دي.

دغه راز د کرکټ بل مخکښ شنونکی ولي مینه ناک چې په دې وروستیو کې د کرکټ بورډ اجرایه ریاست بست لپاره یې ازموینه هم ورکړې وه وویل: د اجرایه ریاست لپاره لطف الله ستانکزی د معاملې په اساس بریالی اعلان شو او دا ازموینه د مشعل په خوښه اخیستل شوې وه چې هیڅ مسلکي نه وه.

د کرکټ شنونکی مینه ناک په بورډ تور پورې کړ چې هیڅ ډول سالمه رهبري نلري، چې دا ستونزه به د افغانستان کرکټ له ستونزو سره مخ کړي او ښایې کرکټ مو ډیر وروسته ولاړ شي.