fbpx

اشرف غني: د پاکستان نا اعلان شوې جګړه لا هم روانه ده

خبريال وېبپاڼه \ ١٦ جولاى ٢٠١٩: ولسمشر اشرف غني په خپلو تازه خبرو کې ويلي دي، چې د پاکستان له خوا د افغان خاورې پر ضد اوس هم نا اعلان شوې جګړه روانه ده، هغه وايي چې ترهګرې ډلې اوس هم په پاکستان هېواد کې پټنځايونه لري او له هغه ځايه څخه ملاتړ ترلاسه کوي.

ولسمشر غني د ترکيې له يوه ټلويزيون (ټي ار ټي) سره ځانګړې مرکه کوله، چې په دغه مرکه کې نوموړي وويل، چې د پاکستان لومړى ځل دې چې په غه هېواد کې يې د مدرسو په نصاب کې د تغير رامنځ ته کولو اقدام کړى دى.

نوموړي د پاکستان سره د اړيکو په اړه وويل، چې د پاکستان سره زموږ اړيکې د هغوى د پالېسيو او راتلونکو اقداماتو پورې تړلي دي. هغه وايي چې هدف مو دا دى چې دواړه دولتونه د يو بل بشپړې خپلواکۍ ته درناوى ولري.

ولسمشر غني همدا راز پاکستان ته د خپل سفر په اړه وويل، چې پاکستان د خپلو پخوانيو پالېسيو څخه هېڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې، بلکې د دغه پالېسيو بيه يې پرې کړې ده.

د يادونې وړ ده چې ولسمشر غني څه موده مخکې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ او په اسلام اباد او لاهور کې يې د سياستوالو په ګډون د افغان کډوالو او تجارانو سره هم ليدنې وکړې.

نوموړي همدا راز په اسلام اباد کې له پښتون ملتپالو ګوندونو مشرانو سره هم وليدل او په لاهور کې يې بيا د پاکستان ملي سوداګرو ته هم خپله وينا وکړه.

ولسمشر غني د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره وليدل او هغوى ته يې وويل، چې که دا ځل هم له ده په کړو ژمنه مو وفا ونکړه، نو افغان ولس به يې بيا کله هم د پاکستان سفر ته پرې نه ږدي.

د يادونې وړ ده چې ولسمشر غني د خپل واک په لومړيو کې هم پاکستان ته سفر کړى و، چې هغه مهال د نواز شريف حکومت و، خو په وينا يې، چې له غني سره شوې ژمنې بيا پوره نه شوې. همدا راز دا وروستى سفر د ولسمشر غني له تېر سفر څو کاله وروسته ترسره شو.