fbpx

د اصغر افغان د توپوهنې وړتیاوو ته یوه لنډه کتنه

اصغر افغان چې د افغان کرکټ لوبډلې د منځني کتار (Middle Order) توپوهونکی دی، په 22/12/1987 میلادي نېټه زیږېدلی دی. نوموړي تر اوسه په ١٠٨ لوبو کې ګډون کړی دی او له دې ډلې یې په ١٠٢ پاڼیو کې لوبه ترسره کړې ده. نوموړي تراوسه پورې یوه سلیزه او ١١ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. ٩ ځله ناسوځېدلی پاتې شوی او ٧ ځله په صفر سوځېدلی دی. همدارنګه په ٥٦ لوبو کې یې لوبډلمشري هم کړې ده.

په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د اصغر افغان د توپوهنې وړتیاوو ته لنډه کتنه و کړو.محمد اصغر افغان

د توپوهنې اوسط:

د اصغر افغان د توپوهنې اوسط ٢٤ دی، یعنې په منځني ډول یې په هره لوبه کې ٢٤ منډې ترسره کړې دي. تاسو ټول په دې پوهېږئ چې د منځني کتار د لوبغاړي لپاره د توپوهنې دا ډول اوسط د کرکټ له اوسني معیاره ډېر ټیټ دی. که د کرکټ د دایمي لوبډلو د منځني کتار لوبغاړو ته ځیر شو نو نږدې ټول یې تر اصغر افغان ډېر لوړ اوسط لري، حتی د هیڅ یوه یې هم تر ٣٣ ټیټ نه دی. که ملي لوبډلې ته ځیر شو نو د دولت ځدراڼ اوسط ١٨ او د راشد خان اوسط ٢٠ دی.اصغر افغان

سټرایک رېټ (په هر توپ د منډو جوړولو اندازه):

د اصغر افغان سټرایک رېټ ٦٣ دی. معمولاً په نړۍ کې د هغو لوبغاړو سټرایک رېټ ډېر ټیټ وي چې اوسط یې ډېر لوړ وي، خو دلته د اصغر په حق کې دا خبره هم سرچپه ده، ځکه چې د اصغر افغان سټرایک رېټ هم ډېر ټیټ دی. هغه په هرو ١٠٠ توپونو یواځې ٦٣ منډې جوړې کړې دي.

دا په دې معنا چې اصغر افغان نه چټکه لوبه کولی شي او نه هم تر ځنډه په میدان د پاتې کېدلو او نورو لوبغاړو ته د تېزو منډو د ترسره کولو چانس ورکولی شي، چې دا دندې اوس مهال حشمت الله شهیدي او په دې وروستیو کې اکرام عليخېل په ښه ډول ترسره کوي.اصغر افغان او پال سټرلنګ

د منډو جوړولو تسلسل:

اصغر افغان په ١٠٢ پاڼیو کې ٦٥ ځله تر ٢٥ په کمو منډو سوځېدلی دی. دا هغه څه دي چې نه یواځې اصغر افغان تر سختو پوښتنو لاندې راولي، بلکې روزونکي ډلګۍ ته هم سختې پوښتنې راجع کوي. ٢٥ ځله یې تر ٢٥ پورته منډې کړې دي او ١١ ځله یې له ٥٠ پورته منډې کړې دي.

د منځني کتار د لوبغاړو دنده دا وي چې د منډو لړۍ د یوې او دوو منډو په ذریعه خوځنده وساتي او د وېکټو د لوېدو (د لوبغاړو له سوځېدو) مخه ونیسي، تر څو وروستي لوبغاړي په خلاص مټ د مخالفو توپ اچوونکو په وړاندې بریدګره لوبه ترسره کړي. د منځني کتار د لوبغاړو ژر سوځېدل وروستي لوبغاړي تر سخت فشار لاندې راولي او نږدې د لوبې ټول پلان ګډوډوي.

له بلې خوا اصغر افغان د خپلو ٢٢٣٢ منډو څخه ٩٤٦ منډې د شپږیزو او څلوریزو په مټ ترسره کړې دي او دلته د سړي په ذهن کې لاندې سوالونه پیدا کیږي:

الف: دا چې نوموړي خپلې ٤٢.٤ سلنه منډې په څلوریزو او شپږیزو ترلاسه کړې دي نو سټرایک رېټ یې ولې دومره ټیټ (٦٣) دی؟

ب: له ټیټ سټرایک رېټ سره سره د نوموړي اوسط ولې پورته نه شو؟نجیب او اصغر

اوس مهال په کرکټ کې یو متل دی چې له ١٥ اوور څخه تر ٣٥ اوور پورې لوبه د ټولې لوبې لوری ټاکي، خو له بده مرغه په دې برخه کې افغان لوبډله سترې ستونځې لري چې ډېره مهمه ستونځه یې د اصغر افغان په توپوهنه کې د تسلسل نشتوالی دی. اصغر افغان له یوې خوا د منډو مجموعي اوسط راټیټوي او له بلې خوا د کمو منډو په کولو سره لوبډله په یوه نامعلوم حالت کې پرېږدي.

د دې ستونځې د حل تر ټولو ښه لاره دا ده چې اصغر افغان باید په اتم یا نهم نمبر توپوهنې ته راشي تر څو د شپږیزو او څلوریزو پر مټ په وروستیو کې لوبډلې ته چټکې منډې جوړې کړي او له بل پلوه یې سوځېدل پر لوبډله د فشار لامل نه شي. یو بل نظر دا هم کیدای شي چې په پیل کې لوبې ته راوستل شي، خو دا چې اوس مهال د حضرت الله ځاځي، نور علي ځدراڼ، عثمان غني، شهزاد محمدي، نجیب ترکي او رحمان الله په څېر اوپنران شتون لري نو اصغر افغان ته به ډېره سخته وي چې د پیل د لوبغاړي په توګه لوبه ترسره کړي.

پورته خبرو ته په پام سره ویلی شو چې د اصغر افغان لپاره د لوبېدو بهترین ځای په اتم او یا نهم نمبر لوبېدل دي، کنه نو په هیڅ صورت د دې جوګه نه دی چې په لوبډله کې ځای ومومي.

نور قضاوت تاسو خپله و کړئ.

لیکوال : سلیمان څارګر