fbpx

خروار ولسوالي د مخدره مواده او وسلو د قاچاق په مرکز بدله شوې

خبريال وېبپاڼه \ ١٦ جولاى ٢٠١٩: د ملي دفاع وزارت وايي، د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یې سل میله وسله له طالبانو ترلاسه کړې ده. د یاد وزارت چارواکي زیاتوي، په هغو عملیاتو کې چې کومانډو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې وکړل، ۸۳ میله کلاشینکوفونه، ۷ تومانچې او له ۱۰۰۰ ډېرې مرمۍ یې نیولي دي، له دې وسلو سره درې کسان هم نیول شوي دي.

خروار د لوګر هغه ولسوالي ده چې حکومت ډېره پاملرنه نه ده ورته کړې او اوس د وسله والو طالبانو په ځالې بدله شوې ده. یاده ولسوالي د طالبانو لپاره د وسلو، مخدره موادو او تاریخي اثارو د قاچاق تر ټولو خوندي سیمه بلل کېږي.

په غرونو محاصره شوې دا ولسوالي د حکومت د رحم له سترګو هم پناه ده. د سیمې خلک وايي، حکومت له دوی سره هېڅ مرسته نه ده کړې او د دې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي د ژوند له لومړنیو امکاناتو هم محروم دي.

امنيتي ځواکونه
په خروار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوې وسله

کابل ته د خروار له امنیو را کډه شوي عبدالرحمان خبریال وېبپاڼې ته وویل، خروار ولسوالۍ ته تللی سړک نه دی پوخ شوی، زده کوونکي په کې له لیسې نه دي فارغ شوي، مخابراتي شبکې په کې کار نه کوي، روغتیايي خدمات په ډېره ټيټه کچه کې دي او ورسره د دې سیمې د تاریخي اثارو او د کرومایټو د کان قاچاق هم روان دى.

د حکومت د نه پاملرنې له وجې دا ولسوالي اوس د وسله والو په اډې بدله شوې ده او دوی یې د خپل مهم مرکز په توګه کاروي. په دې ولسوالۍ کې مېشت وسله وال د لوګر د څرخ او برکي برک ولسوالیو ترڅنګ د غزني د زنخان ولسوالۍ په ناامنیو کې هم لاس لري او ډېر کله له دې ولسوالۍ څخه د جګړې په نیت یادو ولسوالیو ته راځي او بېرته ډاډه خروار ته ستنېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا چې حکومتي ځواکونه دې سیمې ته ډېر نه راځي، طالبانو هم د وسلو سترې ډيپوګانې په همدې ولسوالۍ کې جوړې کړې دي او دغه وسلې بیا په نورو سیمو کې د جګړو پر مهال کاروي.

کلونه مخکې حکومت د خروار ولسوالۍ مرکز له کافرکوټ سیمې څخه خواجه انګور ته انتقال کړ، خو اوس یې چارې د لوګر له مرکز پل علم څخه کنټرولېږي او ولسوال یې هم په پل علم کې ناست دى.

خروار ولسوالي ١
د خروار ولسوالۍ يو پخوانى انځور

د خروار ولسوالۍ یوه پخواني امنیتي مسوول خبریال وېبپاڼې ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې خروار ته ۷۰ تنه د ملي اردو سرتېري او ۱۸ تنه پولیس د امنیت په خاطر ورکړل شوي، خو د دوی په وړاندې د وسله والو مخالفینو شمېر څو چنده زیات دی، ځکه مخالفین په دې ولسوالۍ کې لاسبري شول او دا ولسوالۍ یې په خپل مرکز بدله کړه.

که څه هم پخواني والي حلیم فدايي په خروار ولسوالۍ کې د ځینو خدماتي کړنو د کولو ژمنه کړې وه، خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له دوی سره ډېرې ژمنې نه دي پوره شوي او د ولسوالۍ وضعيت ورځ تر بلې د خرابۍ خواته روان دى.

د خروار خلک وايي، په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ د پوهنې، روغتیا، بیارغونې او نور برخو کې ډېرې ستونزې شته چې دولت باید جدي پام ورته وکړي.