fbpx

ټپي خبریال نثار احمد احمدي ولسمشر خپل حضور ته وباله

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جولای ۲۰۱۹ – ولسمشر غني پرون د هلمند ولایت خبریال نثار احمد احمدي سره په ارګ کې لیدلي دي دا خبریال په دې وروستیو کې په یوه تروریستي پېښه کې ټپي شوی و.

ارګ وایې افغان ولسمشر یاد خبریال ته د روغتیا هیله څرګنده او د اطلاع رسولو په برخه کې یې د نوموړي د جرئت او د کوښښونو ستاینه وکړه او وې ویل، اړوند بسنټونه به د هغه د ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

خبريال او تکړه ليکوال نثار احمد احمدي څو میاشتې وړاندې د هلمند په لښکرګاه ولسوالۍ کې د وسله والو له لورې په نښه شوی وو، هغه وخت د نوموړي په موټر چسپکي ماین چاودنه شوې وه چې نوموړی یې سخت ټپي کړی وو.

نثار احمد احمدي چې په هلمند ولایت کې د سباوون په نوم د یو سيمه ييز ټلوېزيون خبريال وو، ترڅنګ يې د افغان پوځ کلک مدافع هم وو.

څو میاشتې وړاندې د خبریال ډاټ کام د اتل خبریال عبدالمنان ارغند کلنی ایوارډ د نوموړي د شهادت د تلین په ورځ د افغانستان همدې تکړه خبریال نثار احمد احمدي ته اعلان کړ.

دا ایوارډ چې سږ کال په لومړي ځل لپاره د خبریال ادارې اعلان کړ ، د اتل خبریال عبدالمنان ارغند د لومړي تلین په مناسبت د هېواد تکړه خبریال نثار احمد احمدي ته ورکړل شو.

د اتل خبریال عبدالمنان ارغند کلنی ایوارډ د شهید ارغند د یاد ساتلو په پلمه هرکال د خبریال وېبپاڼې له لورې یوه داسې خبریال ته ورکول کېږي چې د هېواد د خاورې او ملي ګټو ته ژمن وي.

نثار احمد احمدي هغه خبریال دی چې د هېواد په جګړه ځپلي ولایت هلمند کې کار کاوه، احمدي د هېواد او خپلو خلکو ملي ګټو ته ژمن خبریال پېژندل شوی وو، چې له همدې امله یې هڅې د خبریال ډات کام ادارې ستایلې وې او د کلني ایوارډ مسحق یې ګڼلی وو.