fbpx

سعودي عرب د حج\عمرې په پرتله د موسيقۍ کنسرټ وېزې ٣ دقيقو کې ورکوي

خبريال وېبپاڼه \ ١٦ جولاى ٢٠١٩: که غواړئ چې سعودي عرب ته د موسيقۍ د کنسرټ لپاره لاړ شئ، نو سعودي عرب د حج او عمرې په پرتله درته د موسيقۍ د کنسرټ وېزه ډېره په اسانۍ درکوي، دومره په اسانۍ چې يوازې په درې دقيقو کې تاسې د سعودي عرب وېزه ترلاسه کولاى شئ.

داسې ښکاري چې د سعودي عرب واکمن محمد بن سلمان ډېر په جديت سره په دې کار کوي چې سعودي عرب هم يو ليبرال هېواد جوړ کړي. هغه په دې هڅه کې دى چې دغه هېواد ته خلک يوازې د مذهبي عبادت لپاره رانه شي، بلکې له هر ډول مذهبونو ازاد چکر ته هم دغه هېواد ته خلک ورشي.

د سعودي عرب حکومت د دغه هېواد په جده ښار کې د يوه ستر کنسرټ د جوړولو اعلان کړى دى، چې هڅه يې دا ده چې په زرګونو سېلانيان راجلب کړي. د سعودي عرب چارواکو ويلي دي، چې هر هغه څوک چې د موسيقۍ د دغه کنسرټ ټکټ واخلي، نو هغوى ته به وېزه ډېره په اسانۍ ورکول کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه که هر څوک د موسيقۍ د دغه کنسرټ ټکټ واخلي، نو په درې دقيقو کې به ورته د سعودي عرب وېزه ورکول کېږي او دا هر څه د دې لپاره کېږي چې د سېلانيانو توجه د سعودي عرب په لور راجلب شي.

د موسيقۍ په دغه کنسرټ کې د امريکا نامتو سندرغاړي برخه اخلي، لکه ليام پايني او سټيو اوکي، همدا راز سعودي عرب د دغه کنسرټ لپاره د امريکا تر ټولو فحش او لوڅه سندرغاړې نيکي مناج هم بللې وه، خو نيکي مناج بيا وروسته په دغه کنسرټ کې له ګډون انکار وکړ او وې ويل، چې د سعودي عرب حکومت په دغه هېواد کې له ښځو او همجنسبازانو سره بد چلند کوي، نو له دې امله په دغه کنسرټ کې ګډون نه کوي.نکي مناج

د سعودي عرب نوى واکمن په دې هڅه کې دى چې په دغه هېواد کې له مذهب پرته سياحت ته وده ورکړي او د اروپايي هېوادونو د سېلانيانو زړونه سعودي عرب ته راجلب کړي، تر څو د سياحت له لارې خپل اقتصاد ته نور پرمختګ هم ورکړي.