fbpx

ولسي مرګ ژوبلې ته د رسېده ګۍ کاري ډله جوړه شوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جولای ۲۰۱۹ – د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او مالي زیان د بررسي کولو لپاره ځانګړې کمیټه جوړه شوه. پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي ارګانونو د مسوولینو غونډه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې ښاغلي محب د ملي امنیت لوی ریاست، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته وویل چې د امنیت شورا سره په همغږۍ یوه کاري ډله برابره کړي چې د دې کاري ډلې عمده دنده به د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اوښتي ولسي زیان ارزونه وي.

حمدالله محب وړاندې وویل، حکومت په تمامه معنی هڅه کوي چې د جګړې او عملیاتو پر وخت عامو افغانانو ته زیان ونه رسیږي او د دې کار لپاره ټولې لارې ـــ چارې کاروي. د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه ولسمشرغني امنیتي او دفاعي مسوولینو ته امر کړی دی چې ټولو هغه مواردو کې چې موخه هم موجوده وي او ولسي وګړو ته په کې د مرګ ژوبلې احتمال وي؛ نو عملیات دې ودرول شي.

خو متاسفانه چې د جګړې مخالف لوری وسله وال طالبان بیا د ملکیانو او د هغوی له کورونو د ډال په توګه ګټه اخلي. د جوړې شوې ناستې یوې برخه کې د هېواد د یو شمېر ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحثونه وشول.

او مسوولو ادراو ته په کې دنده ورکړل شوه چې د هر ډول امنیتي تهدیدونو د له منځه وړلو لپاره بیړني ګامونه واخلي. د ولسي مرګ ژوبلې د ارزونې کاري ډله داسې مهال جوړیږي چې په دې وروستیو کې د بل هر وخت په پرتله شپنیو د ملکي مرګ ژوبلې ګراف لوړ شوی دی، او ولسونه یې له کبله پر حکومت توندې نیوکې کوي.

د ځېنو سرچینو په وینا د وروستیو دوه اوونیو په جریان بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰۰ ملکیانو ته مرګ  ژوبله اوښتې. باید وویل شي چې تیره اوونۍ د قطر دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ د دوه ورځنیو خبرو کې پای کې یو پرېکړه لیک خپور شو، د جګړې دواړو لوریو نه په کې غوښتنه شوې چې د ملکیانو مرګ ژوبله جدي ونېسي او شمېرنه یې صفر ته راښکته کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com