fbpx

کرنې وزارت هلمند کې د ممیزو عصري خونې جوړوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جولای ۲۰۱۹ –  د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري خبریال ډاټ کام ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ افغان شموله برنامې له خوا په دې ولایت کې د ممیزو د ساتلو او برابرولو لپاره ۷ بابه عصري خونې جوړیږي.

د هلمند کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو خبریال ویب پاڼې ته وویل چې دا خونې د هلمند په مرکز لښکرګاه، ناداعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې برابریږي. د هلمند د کرنې رییس وایي هلمند د هېواد د انګورو لویه برخه جوړوي، هر کال په کې د انګورو محصولات زرګونه ټنونو ته رسیږي، تر هغې وراخوا چې د هېواد په بازارونو کې هممهاله خرڅونې ته وړاندې کیږي، ټنونه نور یې هلمندي باغوانان او ځایي خلکو وچوي هم.

چې د دې لپاره معیاري ممیز خونو ته اړتیا لیدل کیږي. الکو له کرنې وزارته مننه کړې ده چې د هملندي باغوانانو د اړتیا پوره کولو لپاره یې په دې ولایت کې د عصري ممیز خونو جوړولو چارې پیل کړې.

(( هلمند کې انګور ډېر دي. خو د ممیزخونو کمښت، یا د عصري ممیزخونو نشتون په کې جدي ستونزه ده چې باغوانان او سوداګر ورڅخه شکایتونه کوي؛ اوس به دا ستونزه یو څه کمه شي)).

هلمندي باغوانان، سوداګر او ځایي خلک بیا د دې ممیز خونو جوړولو ته خوښ دي او وایي په دې سره به یې د عوایدو په برخه کې زیاتوالی راشي، هم به خلکو ته د یوې مړۍ ډوډۍ برابرولو زمینه برابره شي، دارنګه به د انګورو د ضایع کېدو او خرابېدو مخه هم ونېول شي.

(( د کرنې وزارت یې کور ودان. د ممیزو د کمښت ستونزه به هم ورسره راکمه شي. خلکو ته به د کار کولو فرصت هم برابر شي)).

باید وویل شي چې تر دې وړاندې د هلمند په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د انګورو د ساتنې او ممیزو لپاره ۱۹ خونې جوړې شوې وې چې کمې وې.