fbpx

طالبانو په میدان وردګو کې ټول روغتیایي مرکزونه تړلي

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جولای ۲۰۱۹ – د میدان وردګو ولایت روغتیاپالانو او ولایتي چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولایت کې وسله والو طالبانو ټول روغتیایې مرکزونه او کلینکونه تړلي دي.

د معلوماتو له مخې په وردګو کې وسله والو طالبانو د وروستيو شپنيو عملياتو او چاپو غبرګون کې، روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی او دغه ټول مرکزونه یې ور تړلي دي، دغه رازد ولایتي شورا غړي وايي چې ځينې روغتیايي کارکوونکو ته په دې تړاو ګواښونه هم شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه رسمآ په دې اړه څه نه دي ویلي ،خو د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي هم وايي چې د وسله والو طالبانو د خبرداري له امله روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د میدان وردګ ولایت امنیتي چارواکو هم ویلي چې په دې هڅه کې دي ترڅو د روغتیایې کار کوونکو امنیتي وضعیت د ډاډ ورکړي، خو دمګړۍ په لېرو پرتو سیمو کې روغتیایې مرکزونه تړل شوي دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي په میدان وردګو ولایت کې یې ،د ۷۷ روغتیايي مرکزونو له ډلې ۴۲ مرکزونه د طالبانو د فشارونو له امله تړل شوي دي.

دوی وایې چې ددې مرکزونو په تړل کېدو سره هره ورځ ۵۷۰۰ ناروغان له ستونزو سره مخ کېږي.

خو په دې ولایت کې روغتیا پالان وایې ددغه ولایت زرګونه اوسېدونکي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او اړ دي خپل ناروغان غزني او کابل ته ولېږدوي.