fbpx

په تشناب کې د ۵ ورځو ناستې نړیوال ريکارډ

ایا فکر کوئ چې په تشناب کې په (کموډ) د ناستې به هم کوم ريکارډ وي؟ خو دا ريکارډ د بيلجيم ۴۸ کلن جمي ډي فريني جوړ کړی دی او هغه په تشناب کې په کموډ د ۵ ورځو لپاره پرلپسې د ناستې نړيوال ريکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی.

له دې مخکې نوموړي په ۲۰۱۶ کې پرلپسې ۸۲ ساعته اوتو وکړه او دغه يې هم يو نړيوال ريکارډ جوړ او په خپل نوم کړ. له هغه وروسته نوموړي د يوه داسې ريکارډ جوړولو پرېکړه وکړه، چې تراوسه به يې چا تصور هم نه وي کړی او هغه ريکارډ دا و چې ۱۱۶ ساعتونه نوموړی په تشناب کې په يوه کموډ ناست و، چې دا اوس نړیوال ريکارډ شو.تشناب ۲

جمي د يو چا په اړه اورېدلي و چې هغه پرلپسې ۱۰۰ ساعته په تشناب کې د کموډ لپاسه ناست و. له هغه وروسته جمي پرېکړه وکړه چې په تشناب کې به ۱۶۸ ساعته ناسته کوي، خو کله چې د هغه ۱۱۶ ساعتونه پوره شو، نو د نورې ناستې توان يې له لاسه ورکړ، ځکه چې نور بدن شخ شوی و. دا کار نوموړي په اوسټنېنډ کې په فلپ بار کې وکړ.

جمي وايي، چې يو وخت داسې هم راغی چې د هغه پښې شل يا شخ شوې وې، خو هغه وايي چې په دې خبره يې پوخ يقین و، چې دا ريکارډ به جوړوي. هغه وايي چې د بس ډرايور دی او تر ډېره وخت د ناستې عادت لري.

جمي ډي فريني ته په يو ساعت کې ۵ دقيقې وخت ورکړل شوی و، دا هغه د څو ساعتونو وخت يو ځای جمع کولی او کارولی هم شو. نوموړي په دغه وخت کې ويده کېده او د رفع حاجت لپاره به اصلي تشناب ته هم تللی، ځکه دا تشناب يا کموډ جعلي و او د اوبو هېڅ انتظام يې نه درلود. خو د حېرانتيا وړ خبره دا ده چې په پنځه ورځو کې جمي يوازې درې ساعته خوب وکړ.تشناب ۳

جمي ډي فريني وايي، چې څو ځل يې توان له لاسه ورکړ، خو خلکو يې ملاتړ وکړ، هغه وايي چې بيا هم په دې خپه دی چې د ۱۶۸ ساعتونو هدف يې پوره نه کړ.

هغه غوښتل چې د نوموړي دا ريکارډ د ريکارډونو په نړيوال کتاب (ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ) کې ثبت شي، خو د نوموړي د ناستې لپاره د دغه ادارې کوم کس راونه رسېده، خو هلته ناستو خلکو ويل، که چېرته له دوی سره اړيکه ونيول شي، نو دوی به د دغه ريکارډ شهادت ورکړي.