fbpx

په افغانستان کې په لومړي ځل دارالافتا تشکیل شوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جولای ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني په لومړي ځل د یو فرمان له مخې په افغانستان کې خپلواکه ازاده دارالافتا ایجاد کړه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې:« په دغه فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاءدې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه خپلواک دی.»

دغه راز د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.

حکومت داهم وایې چې د دارالافتا په تخنیکي برخه کې به له مصر هېواده مرسته غوښتل کیږي خو مفتي او عالي شورا به یې د افغانانانو له جېدو علماو جوړه شي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د جګړې د نارواوالي فتواوې له اسلامي هېوادونو لکه سعودي او اندونیزیا نه هم ورکول شوي دي، خو دلته په هېواد کې ورته وسله والی ډلې هیڅ په ښه نظر نه ګوري.

یو شمېر چارواکي بیا وایې په افغانستان کې د فتوا پر وړاندې ستره ننګونه ناامني ده چې له تېرو لسګونو کلونو راپه دېخوا په افغانستان کې تودې او سړې جګړې روانې دي چې په زرګونه بې ګناه افغانان پکې شهیدان شوي هم دي، خو بیاهم په لسګونه فتواوې وسله والې ډلې نه مني.

دغه راز د ناامنۍ په همدې کلونو کې په لسګونه مشهوره دینی علماء د ناروا جګړې پر ضد فتواوې ورکړې، خو دافتواوې ورته د سر په بدل تمامې شو او د نا معلومو وسله والو له لورې پکې شهیدان شوي هم دي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان د سترې محکمې په چوکاټ کې هم د دارالافتا یو ریاست شتون لري، خو هغه په لوړه کچه په پېچلو موضوعاتو کې فتواوې نه ورکوی بلکې دوی یوازې په هغو برخو کې فتواوې ورکوي چې محکمو ته راجع کیږي.

یاده دې وي له دې وړاندې یو شمېر پاکستاني علماء هم په خپل سرۍ سره په افغانستان کې د جګړې د روا والي فتواوې ورکولې، همدې ديني خپل سري افغانستان داسې حد ته ورساوو چې ان ورور وژنه پکې ثواب بلل کيږي.

بلخوا ديني علماوو او افغان ولس د ولسمشر ددې کار ستاینه کړې.