fbpx

ولسمشر غني د جنرال عبدالغفار احمدزي جنازې ته درناوی وکړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جولای ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د جنرال عبدالغفار احمدزي جنازې ته درناوی وکړ.

عبدالغفار احمدزي د ولسمشرۍ ماڼۍ د خاص ساتونکي ځواک (PPS)يو لوړ پوړی چارواکی وو چې پرون په يو بمي بريد کې سخت ټپي شو اووروسته يې د سردار محمد داود خان روغتون کې ساه ورکړه .

ولسمشر غني په شهید محمد داوود خان روغتون کې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي اروا ته د دعا پرمهال وویل، نن د هیواد هغه رښتینی او خدمتګار بچی خاورو ته سپارو، چې خپل ځان یې د هیواد دفاع او د نظام ساتنې ته وقف کړی و، خو ذلیل دښمن په شهادت ورساوه.

ولسمشر غني وایې، زموږ ژمنه داده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسوولینو له لوري پر وخت رسیدګي کېږي او د شهید احمدزي اولادونه به د خپل شهید پلار د متانت، زړورتیا او اعتماد هغه ځای چې نن خالي دی ، په ویاړ سره ډک کړي

وسله والو طالبانو د جنرال احمدزي د وژلو  مسؤلیت منلي دوی په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د کابل په شپاړسمې حوزې اړوند سرک بالا سیمه کې د عبدالغفار په موټر قوي انفجار کړی وو.