fbpx

په کندوز کې د سل میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوې

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جولای ۲۰۱۹ – په کندوز ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې پيل او یو شمیر یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کندوز ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې ولایت د والی عبدالجبار نعیمي د هڅو په نتیجه کې په دې ولایت کې یواځي د کرنې په برخه کې د ۱۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې پلی شوي.

د دغو پروژو په یوې برخه کې د کندوز د امام صاحب د ولسوالۍ پر هغو ۲۵۰ کورنیو چې سرپرستي یې د مېرمنو په غاړه وه سل سل هګۍ اچوونکي چرګې هم ویشل شوي دي چې په راتلونکې کې به یې اقتصادي ستونزې به یې حل کړي.

خبر پاڼه زیاتوي په کندوز ولایت کې د ۸۱ میلیون په لګښت ۱۵ کانالونه او ۳ د اوبو زیرمو د بیا ترممیم قرار دادونه لاسلیک شول دا پروژې به نږدې وخت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې یادې پروژې د مرکز په ګډون په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې شتون لري.

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي پر وینا ولایتي اداره د کندوز د آبادۍ، انکشاف، پرمختګ او د خلکو ژوند ښه والي په موخه هڅې کوي، خو ولس ته هم پکار ده چې کومې پروژې چې پلې کیږي د هغې په ساتنه کې خپل ملي مسوولیت ترسره کړي.))

خبر پاڼه وړاندې لیکي د ولسمشر غني د پاملرنې له امله په کندوز ښارکې د ۴ زره محصلینو لپاره د لیليې ودانۍ جوړیدل، د کندوز ښار جامع جومات جوړول، ورسره یو لوی تالار جوړول، د کندوز حوزوي روغتون د پایوازانو تم ځای لپاره د دوه پوړیزې ودانۍ جوړول او د ځوانانو لپاره د سرپټي جمنازیم جوړل هغه څه دې چې ددغو پروژو کارونه تر نیمايي پورې پای ته رسیدلې او نږدې موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاونې وړ ده اوس مهال په لسګونه پروژې د کندوز په مرکز او ولسواليو کې شته چې کارونه يې دوام لري.