fbpx

سنجى دت د (منا بهايي ٣) فلم په تمه دى

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩ – ممبۍ: د هندي سينما نوموتى ستورى سنجى دت د (منا بهايي ٣) فلم پيلېدو ته سخت په تمه دى، خو وايي چې نه دى خبر کله به يې ثبت پيل شي.

د هند په ممبۍ ښار کې د خپل لومړي مراټهي فلم (بابا) د لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر د خپرولو پر مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د منا بهايي ٣ فلم کې د کار کولو لپاره سخت په تمه يم، خو زه نه پوهېږم چې د دې فلم ثبت به کله پيل شي، ځکه دا معلومات يوازې د فلم ډايريکټر راج کمار هيراني ته دي.

سنجي دت په فلمونو کې د خپل کار په اړه وويل، چې نور هغه نه غواړي چې د ونو تر شا له نجونو سره د مينې صحنې ډکې کړې وي، هغه وايي اوس د عادي فلمي هيروګانو په څېر رولونه لوبول نه غواړم، بلکې داسې رول لوبول غواړم چې هغه د فلم تر ټولو مهم رول وي.

د يادونې وړ ده چې کله سنجى دت زندان ته لاړ، نو راج کمار هيراني د منا بهايي فلم سيريز دريم فلم هم پرېښود، خو کله چې بيا سنجى دت له زندانه راخلاص شو، نو راج کمار هيراني د منا بهايي د دريمې برخې جوړولو اعلان وکړ، خو دا فلم هغه مهال بيا له مخنيوي سره مخ شو، کله چې په راج کمار هيراني باندې د جنسي ځورونې تورونه ولګېدل.

په راج کمار هيراني د جنسي ځورونو تورونه لګېدو وروسته هغه خپل ټول کارونه پرېښودل، خو اوس معلومه نه ده چې نوموړى به د منا بهايي دريم فلم باندې کله کار پيلوي.

سنجي دت تر دې مخکې په (منا بهايي اېم بي بي سي) او (لګى رهو منا بهايي) دواړو فلمونو کې مرکزي رول ترسره کړى و، چې له هغه سره په دغه فلمونو کې ارشد وارثي، بومن ايراني او وديا بالن هم کار کړى دى. دغه دواړه فلمونه چې د مزاح تر څنګ ټولنيز پېغامونه هم لري، ډېر زيات کامياب شوي و او خلکو ډېر خوښ کړي و.