fbpx

ايا تاسې هم غرمه ويده کېږئ؟ له ګټو يې خبر ياست؟

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩: ايا تاسې غرمه د ويده کېدو عادت لرئ؟ که يې نه لرئ نو تاسو له ډېرو روغتيايي ګټو څخه ځان محرومه ساتلى دى.

دا څېړنه په امريکا کې تازه شوې ده او له هغه وروسته د غرمې د ويده کېدو ګټې په ډاګه شوي دي.

د امريکايي پوهنتون د څېړنې تر مخه، غرمه مهال له ١٥ تر ٣٠ دقيقو پورې خوب تاسو ذهناً هوښياروي، ياداښت مو قوي کوي، مازغه مو فعالوي او ستاسو په شخصيت يا مزاج باندې ډېر ښه اثر پرېباسي.

په څېړنه کې ويل شوي دي، چې قيلوله د خلکو د ذهن يا مازغو لپاره ډېره ګټوره ده، ځکه چې دا د مازغو د پاکوالي کار ترسره کوي.

څېړنکاران وايي، چې که چېرته تاسې قيلوله خپل عادت وګرځوئ، نو معلومات به مو ډېر تېز او په ښه ډول له ځان سره خوندي وساتئ، همدا راز تل به درسره وي او په يادولو کې به هم درته اسانتيا وي.

په دغه څېړنه کې زياته شوې ده، چې د غرمې مهال دغه لنډ خوب د مازغو په فعاليت ډېر ښه اثر پرېباسي او مازغه راويښوي.

خو د يادونې وړ او ضروري خبره دا ده، چې د غرمې مهال خوب بايد تر تر نيم ساعت يا دېرش دقيقو زيات نه وي، ځکه که له نيم ساعت څخه زيات ويده شئ، نو بيا د ګټې پر ځاى درته تاوان کوي.

څېړنکاران وايي، چې د غرمې نيم ساعت خوب د بدن لپاره هم ډېر ګټور دى، ځکه دا ستاسې د وينې فشار ټيټوي او په راتلونکي کې مو د زړه د حملې فيصدي هم ټيټوي.

د يادونې وړ ده چې قيلوله او يا هم د غرمې مهال نيم ساعت يا د ١٥ تر ٣٠ دقيقو په منځ کې خوب نورې ډېرې ګټې هم لري او ساينس هم دا ثابته کړې ده، چې په دغه مهال کې نه يوازې دا چې لوى کسان بايد ويده شي، بلکې ماشومان هم بايد غرمه مهال ويده کړاى شي، ځکه چې ورته ګټه رسوي.