fbpx

ملګري ملتونه: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سره تل همکاري کوو

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جولای ۲۰۱۹ – ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له نویو غړو سره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

د ملګرو ملتونو په یوې تازه اعلاميه کې راغلي چې د دې کمېسیون د نوې مشرې له اعلانېدو سره سم غواړي ټينګار وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې به له دې کمېسیون سره د تېر په څېر همکاره وي.

تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر د اتلس کلن ماموریت وروسته له دندې ګوښه شوه او پر ځای نن رسمآ شهرزاد اکبر د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نوې رييسې په توګه وټاکل شوه.

سیما سمر له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه پاتې شوې وه، خو په نوموړې له ډیرو کلونو راهیسې نیوکې کېدلې چې ولې دومره وخت په دې ریاست پاتې ده.

اوس نو د ولسمشر غني د یو فرمان له لارې سیما سمر د بشري حقونو او بین المللي اړیکو چارو کې د ولسمشر د ځانګړې استازې او د دولت د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

د یادولو ده د ميرمن شهرزاد اکبر په مشرۍد بشري حقونو د خپلواک کميسيون په اته تنو نویو ټاکل شویو غړو کې اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمدایوب یوسفزي ،سیداحسان خلیق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیې صیاد شامل دی.