fbpx

ایران امریکا سره د خبرو کولو شرط وړاندې کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جولای ۲۰۱۹ – د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایې، د امریکا لخوا د اقتصادي جګړې د پایته رسولو په صورت کې حاضر دي چې  د ټرمپ د ادارې سره  مذاکرات وکړي.

محمد جواد ظریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان په یوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا له ایران سره اقتصادي جګړه روانه کړې ده.

جواد ظریف په دې غونډه کې د خبرو کولو یو شرط هم وړاندې کړ هغه وویل که چیرې امریکا  د ترهګرۍ او د ایران په مقابل کې روانه اقتصادي جګړه پایته ورسوي  مونږ هم  مذاکراتو ته چمتو یو.

امریکا په دې وروستیو کې په ایراني ډیپلوماتانو یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي، دوی ایراني ډیپلوماتان او د هغوی کورنۍ نه پرېږدي چې په ازادانه ډول په نیویارک کې وګرځې جواد ظریف د همدې بندیزونو په غبرګون کې وویل دا اقدام هیڅ ډول انساني عمل نه دی.

د جواد ظریف په خبره امریکا پخپله له اتومي تړون وتلې ده او په دې توګه یې خپله ستره تېروتنه کړې. هغه ویلي که امریکا پر ایران نور اقتصادي بندیزونه ولګوي، نو نړیواله ټولنه او نورې ادارې باید په دې اړه پټه خوله پاتې نه شي.

د امریکا او ایران ترمنځ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اړیکي بېخې کړکیچن حالت ته رسېدلي دي، د دواړو هېوادونو مشران هره ورځ په خپلو څرګندونو کې یو بل ته د بریدونو ګواښونه هم کوي.

ظریف په وروستیو کې وویل که امریکا هر ډول اقدام کوي نو ایرانیان د خپلې خاورې او حکومت دفاع ته تیار دي.

Your SEO optimized title page contents