fbpx

د انضمام الحق استعفا، پاکستانيان وايي کرکټ يې تباه کړ

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩ – لاهور: پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د پاکستان پخواني لوبډلمشر او د غوراوي کمېټې اوسني مشر انضمام الحق د پاکستان کرکټ تباه کړ، ځکه د هغه د مقررېدو پر مهال پاکستانۍ لوبډله په لومړي مقام او اوس په اووم مقام ولاړه ده.

د پاکستان د ملي لوبډلې د سلېکشن کمېټې مشر انضمام الحق په نړيوال جام کې له ناکامۍ وروسته له خپلې عهدې استعفا اعلان کړه او وې ويل چې نور نه غواړي چې د غوراوي کمېټې مشر پاتې شي او غواړي چې نورو کسانو ته په دغه بست د کار زمينه برابره شي.

هغه د پاکستان په لاهور ښار کې له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې له کرکټ سره يې رزق تړلى دى او که د پاکستان کرکټ بورډ ورته په بله برخه کې کومه ذمه واري سپارله، نو هغه به پرې فکر وکړي.

انضمام الحق د غوراوي کمېټې د مشر په حېث د نړيوال جام لپاره وروستۍ لوبډله انتخاب کړې وه، خو پاکستان چې په لومړي پړاو کې له نړيوال جام بهر شو، نو خلکو پرې نيوکې کولې چې ده د وړتيا پر ځاى په خپله خوښه لوبډله جوړه کړې ده.

د پاکستان د اېکسپرېس وېبپاڼه په يوه راپور کې وايي، چې کله انضمام الحق د غوراوي کمېټې مشر ټاکل کېده، هغه مهال پاکستان په ټېسټ لوبو کې په لومړي مقام کې قرار درلود، خو اوس پاکستان اووم مقام ته راټيټ شوى دى.

دوى زياتوي، چې د انضمام الحق په دور کې پاکستان ٢٨ ټېسټ لوبې وکړې، ١٠ يې وګټلې او ١٧ لوبو کې يې ماته وخوړه، همدا راز يوه لوبه مساوي شوه. په يو ورځنيو لوبو کې پاکستان ٦٨ لوبې وکړې، ٣٢ يې وګټلې او ٣٤ يې وبايللې، همدا راز دوه بې پايلې پاى ته ورسېدې.

ايکسپرېس وېبپاڼه وايي چې په دغه وختونو کې پاکستان له زمبابوې، سريلانکا او افغانستان په څېر لوبډلو څخه لوبې وګټلې، خو د نورو لويو لوبډلو په وړاندې کمزورې ثابته شوه. همدا راز پاکستان چيمپينز ټرافي وګټله، خو په اسيا کپ او نړيوال جام کې يې هېڅ توره ونکړه او له هنده يې په ٤ لوبې وبايللې.