fbpx

عبدالله عبدالله: طالبان دې له افغانانو سره خبرو ته کېني

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جولای ۲۰۱۹ – د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان له یوې خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او له بله اړخه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي چې دا دوه کارونه پر یو ځای ناشوني دي.

عبدالله زیاتوي وسله وال طالبان فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو وروسته به په زوره واک ته ورسېږي، نو دافکر دې هیڅ کله هم نه کوي او له سره دې پرې غور وکړي.

اجرایه رئیس ټینګار وکړ چې له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو وخت په پوره توګه رارسېدلی او دغه ډله باید له افغانانو سره خبرو ته حاضره شي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکړی چې په څو اونیو کې به د دوهم بین الافغاني کنفرانس نېټه هم معلومه شي او دا به هم د قطر په دوحه کې تر سره شي.

حکومت وایې هر چېرته چې د طالبانو او افغانانو ترمنځ خبرې کېږي حکومت یې هرکلی کوي او په راتلونکو څو اوونیو کې به د دې ناستې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی یو ځل بیا ونیول شي.

څو ورځې وړاندې د طالب استازو سره لومړۍ بین الافغاني ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه چې له افغانستان څخه د سولې عالي شورا غړي، د مدني ټولنې او ښځو استازي، پخواني چارواکي او د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازي ورغلي وو.

په دې ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب هیچا هم ګډون ونکړ خو یوازې هر ګډونکوونکی د یو فرد په توګه د د سولې په تړاو خپل نظرونه سره تبادله کړل.

دا لومړنی کنفرانس د افغان حکومت په شمول ډیری نورو هېوادونو هم وستایه دوی وایې د دوحې بین الافغاني غونډه او ددې غونډې دوام په افغان سوله کې خورا مهم او ګټور ګام دی او دغه لړۍ باید ادامه پیدا کړي.

یو شمېر هېوادونو بیا د لومړنۍ بین الافغاني ناستې تود هرکلی کړی او وایې چې هیله لرې د افغانستان ستونزه د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ حل کړل شي او دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي.

یو شمېر نور هېوادونه وایې بین الافغاني ناستې هغه فرصتونه او لارې چارې په ډاګه کوي چې د طالبانو سره د مخامخ خبرو په برخه کې مرسته کولی شي.