fbpx

ډيوه نيازۍ \ هيله مجتبى: حکومت په موږ ملنډې وهي

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩: له ننګرهار ولايت څخه د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکامه شوې نومانده ډيوه نيازۍ په خپل تازه پوسټ کې وايي، چې  له پکتيکا ولايت څخه په ټاکنو کې ناکامه کړل شوې نومانده ورته په موټر کې په ژړا شوه او ورته يې وويل چې د غريب لور يم، ځکه راسره دا هر څه کېږي.

د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بېلا بېلو ولايتونو څخه يو شمېر ښځينه نوماندې ناکامه شوي دي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د ارګ مخې ته د عدالت خېمه وهلې، خو تر اوسه پورې يې هيچا هم غږ نه دى اورېدلى.

هيله مجتبى
هيله مجتبى د ژړا پر مهال

ډيوې نيازۍ په خپل تازه پوسټ کې د هيله مجتبى په اړه ليکي، چې وايي د غريب سړي لور وه خو په ځان باندې يې باور درلود او له پکتيکا ولايت څخه يې ځان ولسي جرګې ته نوماند کړ، په تش لاس يې کمپاين وکړ او له هر ډول سختو وروسته هم په لومړي ليسټ کې بريالۍ شوه خو بې د کوم دليله په نهايي ليسټ کې ناکامه کړل شوه.

هغه وايي چې اوس يې هېڅوک غږ هم نه اوري.

ډيوه نيازۍ ادعا کوي، چې ولسمشر غني ته کوم مشاور ويلي دي، چې د عدالت غوښتنې خېمه کې ناستې مېرمنې هېڅ رايې نه لري، خو هسې يې خېمه ودرولې ده. هغه وايي چې حکومت زموږ درد نه ګوري او لا په موږ ملنډې وهي، چې د اعتراض حق نه راکوي او په پوليسو باندې مېرمنو ته وهل او ټکول ورکوي.ډيوه نيازۍ

هيلى مجتبى وايي، چې که تر څنګ يې کومه زورواکى ولاړ واى، نو اوس به ولسي جرګې ته هم بريالۍ وه او که يې چېرته له ولسمشر سره د ليدو هڅه کوله نو ولسمشر به يې ډېر مخکې ليدلى و، خو چون غريبه ده، څوک زورواکى تر شا نه لري، نو د ارګ مخې ته له څو مياشتو راهيسې ناسته ده، خو ولسمشر غني يې غږ نه اوري.

ډيوه نيازۍ وايي، چې هيله مجتبى ورته وويل، چې په موږ د ځانمرګي بريد هڅه هم وشوه، خو په درې مياشتو کې په حکومت کې هېڅ يو داسې کس پېدا نه شو، چې د دوى غږ واوري.

ډيوه نيازۍ ادعا کوي، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون له دوى سره ظلم کړى دى او د دوى حق يې په ډالرو پلورلى دى، هغه وايي چې دوى پېسې نه درلودې، نو ځکه ناکامه شوې او اوس ولسمشر غني خپل غوږونه کلک تړلي، د دوى غږونه نه اوري.ډيوه نيازۍ