fbpx

کندهار بريد کې د ماشومانو په ګډون ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩ – کندهار: نن ماسپښين د کندهار په امنيه قومندانۍ بريد شوى و، چې د ټولو بريدګرو تر وژل کېدو وروسته بريد پاى ته رسېدلى او ويل کېږي چې د ماشومانو په ګډون ٧٢ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار والي حيات الله حيات وايي، چې په دغه بريد کې ١٢ تنه شهيدان شوي او ٦٠ ټپيان دي، چې زياتره يې ملکي کسان دي. خو ځينې ځايي خلک بيا وايي، چې په ټپيانو کې يو شمېر ماشومان هم شته.

د معلوماتو تر مخه، د بريد پر مهال شاوخوا موټرې هم ويجاړې شوې دي، چې پکې د قومندانۍ ودانۍ ته څېرمه د کندهار ګمرک ودانۍ کې دننه ولاړو موټرو هم اور اخيستى دى.

رسنيو ته په استول شوي پېغام کې بيا د طالبانو يو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي دي، چې دغه بريد دوى کړى دى او د ډېرو کسانو د وژلو ادعا يې هم کړې ده.

امنيتي ځواکونو په قومندانۍ ودانۍ او ګمرک ودانۍ کې پلټنې پيل کړي چې کوم بريدګر ژوندى پاتې نه وي، خو تر دې مهاله پورې د بريدګرو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.

نن ماسپښين مهال د کندهار په پنځمه امنيتي حوزه کې لومړى دوه بريدګرو د قومندانۍ ودانۍ په شمالي دروازه باندې موټر بم بريد وکړ او له هغه وروسته يې هڅه وکړه چې ودانۍ ته دننه ننوځي، خو تر څو ساعته نښتې وروسته ټول بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا ويشتل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د بريد پر مهال د کندهار امنيه قومندانۍ په قومندانۍ کې موجود نه و.

ويل کېږي چې اوس هم د بريد ساحه کلا بنده ده او چورلکې هم په هوا کې ګرځي. همدا راز د ميروېس حوزوي روغتون مسوولين وايي چې شپېته تنه ټپيان او نهه شهيدان ياد روغتون ته وروړل شوي دي.

 

Your SEO optimized title page contents