fbpx

ارګ د کندهار برید وغانده

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جولای ۲۰۱۹ – نن ماسپښين د کندهار ولایت په امنيه قومندانۍ وسله والو طالبانو بريد وکړ، چې په نتیجه کې یې د ماشومانو په ګډون ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې وسله والو نن بیا د خپلو جنایتونو په دوام، د کندهار ولایت په امنیه قوماندانۍ د تروریستي برید په ترسره کولو سره، زموږ یو شمېر بېګناه هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

ولسمشر غني ددې وسله وال برید د محکومولو ترڅنګ وویل: د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس، د سولې پروګرام پر مخ وړي، خو طالبانو یو وار بیا ددې وحشیانه برید په ترسره کولو سره وښوده چې د جګړې د دوام، د تاوتریخوالي او ملکیانو د نښه کولو نیت لري.

اعلامیه وړاندې لیکي، ولسمشر محمد اشرف غني، د شهیدانو له کورنیو سره خپل د همدردۍ مراتب او ژوره غمشریکوي څرګندوي او اړوندو مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه؛ څو د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو استفاده .

د یادولو ده د کندهار په پنځمه امنيتي حوزه کې لومړى دوه بريدګرو د قومندانۍ ودانۍ په شمالي دروازه باندې موټر بم بريد وکړ او له هغه وروسته يې هڅه وکړه چې ودانۍ ته دننه ننوځي، خو تر څو ساعته نښتې وروسته ټول بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا ويشتل شوي دي.

د معلوماتو تر مخه، د بريد پر مهال شاوخوا موټرې هم ويجاړې شوې دي، چې پکې د قومندانۍ ودانۍ ته څېرمه د کندهار ګمرک ودانۍ کې دننه ولاړو موټرو هم اور اخیستی دی.

د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه احیستی دی.