fbpx

ټولنيزې رسنۍ او ټلويزيون: په هلکانو کې د خپګان مهم لامل

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩ – سډني: په کاناډا او اسټراليا کې په يوه نوې څېړنه کې معلومه شوې ده، کوم هلکان چې خپل وخت څومره زيات د ټلويزيون مخې ته او په ټولنيزه رسنيو کې تېروي، همدومره د دوى ډپريشن يا خپګان هم زياتېږي.

که څه هم په تېرو وختونو کې د ټولنيزو رسنيو او ټلويزيون د ډېرو کتلو منفي اثرات مخې ته راغلي دي، خو دا لومړى ځل دى چې نوي ځوانان يا هلکان چې لا پوره ځوانۍ ته نه وي رسېدلي، د هغوى د ډپريشن يا خپګان سره هم دا شيان نږدې اړيکې لري. د يادونې وړ ده چې دا څېړنه له ١٣ کلونو څخه بيا تر ١٩ کلونو هلکانو باندې شوې ده. دا هغه وخت دى چې په هلکانو کې بېلا بېل بدني او نفسياتي بدلونونه راځي، چې د دې تر بشپړېدو وروسته انسان بيا په ٢٠ کاله کې پوره ځوانۍ ته ورسي يا هم بالغ شي.

دا څېړنه په ٣٨٢٦ هلکانو باندې وشوه، چې د هغوى د ټولنيزو رسنيو او د ټلويزيون ليدو وخت ته په کتو سره د دوى د چلند څېړنه وشوه. د دغه څېړنې لپاره د ٢٠١٢ څخه تر ٢٠١٨ کلونو پورې په نفسياتي مرکزونو او روغتونونو کې له هلکانو ډېټا يا معلومات راغونډ شوي دي.

پايله يې هماغه وه، د کومې په اړه چې انګېرنه کېدله، هغه هلکان او نجونه چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال وي يا هم ډېر وخت ټلويزيون ته کېني، د هغه هلکانو او نجونو په پرتله چې له دې شيانو ليرې دي، پکې ډپريشن يا خپګان ډېر دى. د حېرانتيا وړ خبره دا ده چې په ټولنيزو رسنيو او ټلويزيون يو ساعت تېرول يا هم له دې بغېر يو ساعت تېرول هم ډېر بدلون راولي.

ايا د دې لامل خو به دا نه وي چې هلکان په دغه خاص عمر کې ډېر حساس او نازک وي او د هر څه نه اثر ژر اخلي؟ په راروانه څېړنه کې، چې هغه له دې هم په پراخه کچه ترسره کېږي، د همدغه پوښتنې د ځواب هڅه به کېږي.

د يادونې وړ ده چې دغه څېړنه د جاما پيډرياټکس په مجله کې خپره شوې ده.