fbpx

د اس غوندې منډه او ټوپ وهونکې نجلۍ

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩ – ناروې: د ناروې هېواد يوې ښځې له ډېر زيار او هڅو څخه وروسته داسې هنر ترلاسه کړى، چې د اس غوندې منډه وهي، د هغه په څېر ټوپونه او د اس په څېر ګرځي. د ويډيو په ليدلو ښکاره کېږي چې د دې هر څه لپاره به يې ډېر زيار ويستى وي.

د عايلې انځورونه او ويډيوګانې په ټوله نړۍ کې خپرېږي او تر اوسه پورې په ميليونونو خلکو کتلې دي. له ليرې په جوړه شوې دغه ويډيو کې ښکاري، چې هغه د يو اس غوندې منډې وهي، هغه چې کله منډې وهي نو داسې ښکاري چې يو اس روان دى، همدا لامل دى چې خلک يې په ليدو حېرانه دي.

ما غوښتل حېوانه شم:

عايله کريسټاين په خپله يوه مرکه کې وايي، چې هغې له ماشوموالي غوښتل چې له ځانه حېوان جوړ کړي. څلور کلنه وه چې له سپيو سره يې مينه پېدا شوه او غوښتل يې چې د سپيو په څېر شي. له هغه وروسته يې له اس سره مينه پېدا شوه او د اس په څېر منډه يې پيل کړه، خو هغې له پيله راهيسې په پښو او لاسونو د تګ تمرين کړى و.

د دې نجلۍ تر ټولو خوندوره خبره دا ده، چې هر څه يې مخې ته راځي، نو بالکل د اس غوندې ټوپ ترې وهي. په دې کار سره د انسان هډوکو او عضلو ته تاوان رسېدلى شي. خو په دې اړه چې کله له هغې څخه پوښتنه وشوه، نو هغه وايي چې د لاسونو په مرسته راغوري خو هېڅ زور يا درد نه وررسېږي.

عايلې وويل، چې هغې ته د دې هېڅ لامل نه دى معلوم، خو په داسې ګرځېدو، منډو او ټوپونو د هغې بدن هېڅ درد نه محسوسوي.

په انسټاګرام باندې د عايلې د مينه والو شمېر زرګونو ته رسېدلى دى، همدا راز په ټويټر يې هم خلکو ډېرې ستاينې کړي دي، خو ځينو خلکو ورته بيا ويلي دي چې د انسټاګرام اکاونټ دې وتړي. خو عايلې په ځواب کې ورته ويلي، چې ولې خپل اکاونټ وتړي او خلکو ته يې ويلي چې خپل ژوند ته دې يې ارامه پرېږدي.