fbpx

له سپکاوي ډک پېغام باندې ښځې خپل خاوند زندان ته ولېږه

خبريال وېبپاڼه \ ١٨ جولاى ٢٠١٩ – ابوظهبۍ: په متحده عربي اماراتو کې يو خاوند خپلې ښځې ته په وټساپ باندې له سپکاوي ډک پېغام لېږلى و، چې ښځې يې پرې خپل خاوند زندان ته ولېږه.

د متحده عربي اماراتو هېواد رسنيو د راپورونو تر مخه، په ابوظهبۍ ښار کې يوې ښځې د خپل خاوند پر ضد عريضه وکړه او وې ويل چې د دواړو ترمنځ په يوه خبره لانجه شوې وه، چې لانجه د خبرو له لارې د حل کولو پر ځاى يې خاوند په وټساپ هغې ته له سپکاوي ډک پېغام ولېږه، چې د هغې سپکاوى يې وکړ.

د دغه قضيې اورېدنه په جنايي محکمه کې وشوه، چې محکمې د ښځې په غوښتنه د هغې خاوند ته د انلاين قانون تر مخه سزا واوروله. دغه سړي ته د ٧ مياشتو د زندان تېرولو سزا واورول شوه، خو ياد سړى به يوازې ٢ مياشتې په زندان کې تېروي، ځکه پنځه مياشتې سزا ورته محکمې بېرته ختمه کړه.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې په سعودي عرب هېواد کې يو خاوند خپلې طلاقې شوې ښځې ته په وټساپ باندې يو غلط يا لوڅ پېغام لېږلى و، چې يادې ښځې په خپل پخواني خاوند عريضه کړې وه او بيا ورته د حکومت له خوا د ٤٠ دورو وهلو سزا ورکړل شوې وه.

د نړۍ په زيات شمېر هېوادونو کې د ټولنيزو رسنيو، انټرنېټ او نورو ډيجيټل شيانو لپاره قانون جوړ شوى، چې د هر يو کار په اړه پکې بشپړ تفصيل شته دى.

د دغه قانون له مخې، که هر څوک د چا پر وړاندې زياتى وکړي، نو محکمه ورته د اړوند قانون تر مخه سزا ورکوي، چې نه يوازې د زنداني کېدو سزا هم پکې شته، بلکې د نغدي جريمې سزاوې هم لري.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې هم د ټولنيزو رسنيو او انټرنېټ لپاره قانون جوړ شوى دى.