fbpx

د محمد نبي جالبه کار، د افغانانو زړونه يې وګټل

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جولای ۲۰۱۹ – د نړۍ او د افغانستان پېژندل شوي الراونډر محمد نبي عیسی خېل په لومړي ځل خپل مینوال حیران کړل او د افغانانو زړونه یې وګټل.

افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل د لومړي ځل لپاره په خپل لباس د برتانيې د جنګي الوتکې سوداګريز اعلان نه دی پرېښی، نوموړي د دې الوتکې اعلان ځکه په خپل لباس نه دی پرېښی چې له دغې الوتکې څخه د دوېمې نړيوالې جګړې پرمهال د انګريزانو په ګټه استفاده کېده او د متفقينو په بريا کې يې ستره ونډه درلوده.

د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د محمد نبی لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سینه د دې جنګې الوتکې اعلان شتون لري، خو یوازې نبي د خپلې سینې څخه د الوتکې دغه اعلان لېرې کړې او ښایې محمد نبي یې هم په بدل کې دغې شرکت او یاهم د لوبډلې مالک ته پیسې ورکړې.

د محمد نبي دا ډول جرعت او عمل په ټولنیزو رسنیو ټولو افغانانو ستایلی دی،افغانان په ټولنیزو رسنیو لیکلي مونږ له جنګه ستړي یو او د کرېکټ په لوبو کې د دې ډول اعلاناتو مخنیوی باید هر افغان لوبغاړی وکړي.

محمد نبي د مجیب الرحمان او د راشد خان ترڅنګ د انکلستان د کورنیو تجارتي ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې سږ کال هم لوبېږي ،له دې وړاندې تېر کال هم درې واړه افغان لوبغاړی په دغې لیګ کې لوبېدلي وو.

پېژندل شوي درې واړه افغان لوبغاړي چې تازه د نړیوال جام سیالیو وروسته له انګلستانه هېواد ته راستانه شوي وو، اوس نو یوازې راشد خان په هېواد کې پاتې مجیب او محمد نبي د دې سیالیو لپاره بېرته انګلستان هېواد ته رسېدلي دي.

ویټالیټي بلاسټ سیالۍ په انګلستان کې نن شپه د جولای پر (۱۸) مه نېټه د اتلس لوبډلو ترمنځ پیل شوې او د سپټمبر تر (۲۱) مې نېټې پورې به دوام وکړي.