fbpx

سعودي عرب کنسرټ کې د مناج په ځاى جانيټ جېکسن ګډون کوي

خبريال وېبپاڼه \ ١٩ جولاى ٢٠١٩: د سعودي عرب په جده ښار کې د موسيقۍ په کنسرټ کې د فحش امريکايۍ سندرغاړې نيکي مناج له انکار وروسته اوس بله امريکايۍ سندرغاړې جانيټ جېکسن ګډون کوي.

د سعودي عرب له خوا په جده ښار کې د موسيقۍ د کنسرټ په اړه تازه معلوماتو کې د نيکي مناج له انکار وروسته اوس نور نوي سندرغاړي ورزيات شوي دي، چې ويل شوي دغه نوي سندرغاړي به هم په ياد کنسرټ کې ګډون کوي او خلک به يې له موسيقۍ خوند اخلي.

په دغه نورو سندرغاړو کې د جانيټ جېکسن په ګډون، پنځوس سينټ، فيوچر، کرس براون او تيګا شامل دي، چې دوى به د سعودي عرب په جده ښار کې په دغه لوى کنسرټ کې ګډون کوي.فيوچر، جانيټ جېکسن او پنځوس سينټ

کله چې سعودي عرب د جده په ښار کې د موسيقۍ د کنسرټ اعلان وکړ، نو هغه مهال وويل شول چې د نورو سندرغاړو تر څنګ به په دغه کنسرټ کې نيکي مناج هم ګډون کوي، نيکي مناج هغه امريکايۍ سندرغاړې ده، چې تر ټولو زياته لوڅه او بربنډه ده، له همدې امله په هغې په امريکا او اروپا کې هم ډېرى وخت نيوکې کېږي او ويل کېږي چې فحاشي خوروي.

خو د سعودي عرب په جده ښار کې له کنسرټ څخه نيکي مناج هغه مهال انکار وکړ، کله چې په امريکا کې د انساني حقونو ټولنې ورته يو پنځه پاڼې خط ولېږه او ترې غوښتنه يې وکړه، چې له سعودي عرب کنسرټ سره دې بايېکاټ اعلان کړي.

په دغه خط کې ويل شوي و، چې سعودي عرب کې د ښځو لپاره حقونو نشته، دوى همجنسبازانو سره ظلم کوي او همدا راز د بيان ازادي هم نشته، نو نيکي مناج ته نه ده پکار چې دغسې يو هېواد ته لاړه شي.

همدا راز بيا نيکي مناج په خپل بيان کې وويل، چې د ښځو د حقونو، د همجنسبازانو د ملاتړ او د بيان د ازادۍ لپاره يې د سعودي عرب کنسرټ څخه بايېکاټ اعلان کړ او نه غواړي چې په دغه کنسرټ کې ګډون وکړي.نکي مناج ٢

د سعودي عرب د نوي وليعهد محمد بن سلمان له راتګ سره سم هغه په دغه هېواد کې ډېر بدلونونه راوستل او په دې هڅه کې دى، چې هېواد يې د مذهبي په ځاى يو ليبرال هېواد شي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ سعودي عرب اعلان کړى و، چې هر څوک د جدې د کنسرټ ټکټونه واخلي، نو هغوى ته به د سعودي عرب وېزه په ٣ دقيقو کې ورکول کېږي، حال دا چې د عمرې او حج لپاره وېزه بيا مسلمانان ډېر په ګرانه ترلاسه کوي.

Your SEO optimized title page contents