fbpx

هندي فلمي ستورو په ١٠ کاله کې څومره بدلون کړى؟

خبريال وېبپاڼه \ ١٩ جولاى ٢٠١٩: په هندي سينما کې ډېر داسې فلمي ستوري راغلي دي، چې اوس يې په لس کاله کې ډېر بدلون موندلى دى، د ځينو خو که بيا تاسې فلمونو ته له راتګ مخکې انځورونه ووينئ، نو پېژندل يې ګران دي، چې دا هماغه کسان دي، چې اوس په فلمونو کې لوبېږي او که نه، نور څوک دي؟ خو دلته درته د ١٤ هندي فلمي ستورو په اړه معلومات درکوو، چې په لس کلونو کې يې څومره بدلون کړى دى.

١- عاليه بټ:

د نوموتي فلم جوړونکي مهېش بټ لور عاليه بټ په فلمونو کې د راتګ لپاره د خپل پلار د فلمي شرکت پر ځاى په خپل هنر او وړتيا د فلمونو اډيشنو کې برخه واخيسته او بيا يې د کرن جوهر فلمي شرکت په فلم کې چانس ترلاسه کړ.

عاليه بټ په لومړي ځل (سټوډنټ اف دي اير) فلم کې کار وکړ او له خپل لومړي فلم څخه تر ننه پورې يې ډېر کامياب فلمونه جوړ کړي، چې اوس د مينه والو شمېر بې حسابه دى او همدا راز د هندي سينما يوه نوموتې فلمي ستورې ده.

عاليه بټ چې کله په لومړي ځل هندي فلمونو ته راغله، نو ډېره معصومه څېره يې درلوده، لکه په لاندې انځور کې چې ښکاري، خو اوس هغه يوه تجربه کاره او لکه د پخې ښځې په څېر ښکاري.١ عاليه بټ

٢- کرن جوهر:

کرن جوهر د دهرما پورډکشن يا فلمي شرکت مشر دى، چې هندي سينما ته يې ډېر لوى لوى فلمونه ورکړي دي. هغه چې کله په لومړي ځل هندي سينما ته راغلى، نو د اداکارۍ لپاره راغلى و او په يو شمېر فلمونو کې يې اداکاري هم کړې ده، خو وروسته هغه د خپل پلار د فلمي شرکت (دهرما پروډکشن) واګې په خپل لاس کې واخيستې او اوس د هندي سينما يو له لويو فلم جوړونکو څخه دى.

کرن جوهر يوه خپرونه هم چلوي، چې په هغه کې فلمي ستوري مېلمانه کوي او دغه خپرونه يې په انګليسي ژبه خپرېږي، چې د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې ليدونکي لري.

تاسې ليدلى شئ چې کرن جوهر په تېرو لس کلونو کې څومره بدلون کړى دى.٢ کرن جوهر

٣- سارا علي خان:

د مشهور فلمي ستوري او د بوپال نواب سېف علي خان لور سارا علي خان تازه تازه فلمونو ته راغلې ده او له راتګ سره سم يې ډېر شهرت ترلاسه کړى دى. د هغې د ډېر شهرت ترلاسه کولو لامل هم دا دى چې ډېره ښکلې او بېباکه ده او هر چرته چې په خپرونو کې ګډون کوي، خلک يې د خبرو مينه وال کېږي.

سارا علي خان مور او پلار دواړه فلمي ستوري دي، نوموړې په خپل لومړي فلم کيدارنات کې له کار کولو څخه وروسته شهرت ترلاسه کړ، همدا راز په خپل دويم فلم سمبا کې يې هم ډېر ښه کار وکړ او په خلکو يې ځان ومانه، چې اوس په هندي سينما کې يوازې د دوه فلمونو جوړولو سره يوه نوموتې هندي ستورې ګڼل کېږي.

سارا علي خان فلمونو ته له راتګ مخکې ډېره چاقه وه او هېڅ نه پېژندل کېده چې دا به سارا علي خان وي. هغې د فلمونو ته راتګ لپاره خپل ډېر وزن کم کړ او اوس يې تاسې لاندې انځور ووينئ، چې څومره بدلون يې کړى دى.

٣ سارا علي خان

٤- بپاشا باسو:

بپاشا باسو ته بلېک بيوټي يا تور ښايست هم ويل کېږي، هغې هندي سينما ته له راتګ سره سم په فلمونو کې بېباکه رولونه ترسره کړل چې د هغې لپاره ډېره مشهوره شوه. بپاشا نه يوازې دا چې په هندي سينما کې د يوې بېباکه ستورې په نوم ځان په خلکو وپېژنده، بلکې هغې په ډېرى داسې فلمونو کې هم کار وکړ، چې د ويرې فلمونه ول.

بپاشا باسو ډېره موده له جان ابراهيم سره هم پرته له واده تېر کړ، خو بيا د دواړو ترمنځ بېلتون راغى او له هغه څه وخت وروسته بيا بپاشا د کرن سنګ ګروور سره واده وکړ، چې له نوموړې څو کاله کشر هم و، خو اوس دواړه د خوشحالۍ ژوند تېروي.

په لاندې انځور کې تاسې ليدلى شئ، چې دا بلېک بيوټي يا تور ښايست له تېر اوس لا زيات شوى دى.

٤ بپاشا باسو

٥- سونم کپور:

د نوموتي فلمي ستوري انيل کپور لور سونم کپور يو له هغه فلمي ستورو څخه ده، چې په ډېر لږ وخت کې يې ډېر شهرت ترلاسه کړ. اوس په هندي سينما کې د نوموړې ډېر کلونه تېر شوي دي او هغه يوه نوموتې فلمي ستورې ده.

سونم کپور په نږدې وخت کې واده هم وکړ، خو لا هم په فلمي نړۍ کې شته او نه يوازې دا چې د ښې اداکارۍ لپاره پېژندل کېږي، بلکې د فېشن لپاره هم هغه ډېره پېژندل کېږي، ځکه تل نوي نوي فېشنونه کوي.

سونم کپور لکه د خپل پلار انيل کپور په څېر هېڅ يې عمر نه معلومېږي چې عمر يې څومره زيات شو، هغه د خپل پلار په څېر ځوانه ښکاري، کله چې فلمي نړۍ ته راغلې وه، په څېره يې يو څه معصوميت ډېر ښکارېده، خو اوس هم سونم کپور لکه د پخوا په څېر ځوانه ښکارېږي. لاندې انځور کې يې اندازه ولګوئ.

٥ سونم کپور

٦- ارجن کپور:

ارجن کپور د مشهور فلم جوړونکي بوني کپور زوى دى، هغه د نوموتې فلمي ستورې سري ديوي ناسکه زوى هم دى او همدا راز انيل کپور يې بيا تره دى. هغه په فلمونو کې د کار کولو نه مخکې له يوه ډايريکټر سره مرستيال و، چې خپل وزن يې بېخي زيات و.

ويل کېږي چې سلمان خان ورته د يوه فلم د ثبت پر مهال ژمنه وکړه، چې که خپل وزن کم کړي، نو هغه به ورته په يو فلم کې د اتل رول ورکړي او هندي سينما کې به يې د اداکار په حېث معرفي کړي.

همدا وه چې ارجن کپور خواري پيل کړه او خپل وزن يې تر ډېره کم کړ، چې له هغه وروسته په فلمونو کې راڅرګند شو او اوس په هندي سينما کې يو نوموتى فلمي ستورى دى. په لاندې انځور کې وګورئ چې هغه په لږ وخت کې څومره تغير کړى.

٧ ارجن کپور

٧- پريانکا چوپړه:

پريانکا چوپړه چې په ٢٠٠٠ کې يې د نړۍ د حسن جايزه ګټلې وه، له هغه وروسته هندي فلمونو ته راغله او بيا يې شاته ونه کتل او پرلپسې کاميابو فلمونو کې له کار کولو وروسته اوس هغه يوه نوموتې فلمي ستورې ده.

پريانکا چوپړه نه يوازې دا چې په هندي فلمونو کې کار وکړ، بلکې هغې په انګليسي يا هالي ووډ فلمونو کې هم کار کړى دى او هلته يې په ځينو ټلويزيوني سريالونو کې هم کار کړى او خپل نوم يې پېدا کړى دى.

پريانکا چوپړه په نږدې وخت کې له مشهور امريکايي سندرغاړي نک جونز سره واده وکړ. تاسې د هغې انځورونه لاندې ليدلى شئ چې په لس کاله کې يې که څه هم عمر زيات شوى دى، خو ښکلا يې کمه شوې نه بلکې لا زياته شوې ده.٨ پريانکا چوپړه

٨- کرينه کپور خان:

د هندي فلمونو (بېبو) کرينه کپور خان هم يو له هغه فلمي ستورو څخه ده، چې د خپلو لومړيو فلمونو څخه يې شهرت پېدا کړى دى او بيا يې شاته نه دي کتلي. بلکې هر فلم يې بريالى شوى دى. اوس نوموړې د هندي سينما يوه له نوموتو ستورو څخه ده.

کرينه کپور خان له نامتو فلمي ستوري او د بوپال نواب سېف علي خان سره واده کړى دى، چې اوس د سارا علي خان ناسکه مور هم کېږي.

بېبو خان چې د کرشمه کپور کشره خور هم ده، يوه تکړه ممثله ده، خو تر ټولو ښه خبره يې دا ده چې هر څومره يې په فلمي سينما کې کلونه ډېر وشو، خو د حسن ښکلا يې هېڅ کمه نه شوه. تاسې په لاندې انځور کې وګورئ، چې په لس کاله کې د هغې حسن لا سېوا شوى دى.٩ کرينه کپور خان

٩- انوشکا شرما:

انوشکا شرما چې کله له شاه رخ خان سره په لومړي فلم (رب نى بنادي جوړي) کې راڅرګنده شوه، نو نه يوازې دا چې فلم بريالى شو بلکې انوشکا شرما هم شهرت پېدا کړ او له هغه وروسته يې پرلپسې نور فلمونه پېدا او کار پيل کړ.

انوشکا شرما چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي سره يې نږدې وختونو کې واده کړى دى، په هندي سينما کې يوه بريالۍ ممثله ده.

نوموړې چې کله فلمي سينما ته راغله نو په څېره يې معصوميت ډېر و، که څه هم معصوميت يې اوس هم په څېره ښکاري، خو لا يو څه هوښياره شوې ده، خو د ښايست پکې هېڅ کمى نه دى راغلى، لکه څنګه چې يې په لاندې انځور کې وينئ.١٠ انوشکا شرما

١٠- ديا مرزا:

ديا مرزا هم يوه له مشهورو فلمي ستورو څخه ده، هغې په ټلويزيون هم ډېر کار کړى دى او همدا راز په فلمونو کې يې هم کار کړى دى. ديا مرزا هم له هغه ستورو څخه ده چې معصومه څېره لري، خو که څه هم عمر يې ډېرېږي، خو نه يې معصوميت ختمېږي او نه يې هم د حسن ښکلا راټيټېږي.

په لاندې انځور کې ليدلى شئ چې په  تېرو لس کلونو کې هم د ديا مرزا په معصوميت او ښکلا کې هېڅ کمى نه دى راغلى.١١ ديا مرزا

١١- دپيکا پاډوکون:

د هندي فلمونو يوه تر ټولو کاميابه، بريالۍ او نوموتې فلمي ستورې هم دپيکا پاډوکون ده، چې اوس مهال يوه ګرانبيه فلمي ستورې هم ده او هر فلم کې چې کار کوي، فلم يې حتمي بريالى ګڼل کېږي.

دپيکا پاډوکون له شاه رخ خان سره په (اوم شانتي اوم) فلم کې په لومړي ځل کار کړى و او له هغه وروسته يې بيا شاته نه دي کتلي او ډېر بريالي فلمونو کې يې کار کړى دى.

په نږدې وختونو کې دپيکا پاډوکون له مشهور فلمي ستوري رنوير سنګ سره واده وکړ . دواړو په ګډو په ډېرو فلمونو کې کار هم کړى دى او اوس مهال هم د (٨٣) په نوم په يوه فلم کې کار کوي.

که دپيکا پاډوکون ته وګورو، نو هغه چې څومره ښه ممثله ده، همدومره ښايسته هم ده، خو د يادونې وړ ده چې د هغې په ښايست کې له مخکې څخه اوس ډېر زياتوالى راغلى دى. تاسې يې لاندې انځور وګورئ چې په لس کلونو کې يې ښايست څومره زيات شوى دى.١٢ دپيکا پاډوکون

١٢- ايشوريه راى بچن:

ايشوريه راى يو له هغه فلمي ستورو څخه ده چې په هندي سينما کې يې په ډېرو فلمونو کې کار کړى دى. هغه ډېره پخوا فلمونو ته راغلې ده او اوس ٤٥ کلنه ده، خو لا هم له ډېرو اوسنيو فلمي ستورو څخه ښايسته او ځوانه ښکاري.

ايشوريه راى په ډېرو زياتو فلمونو کې کار کړى دى او ډېر زيات کامياب  فلمونه يې سينما ته ورکړي دي. هغه اوس يې يوه لور هم لري او خاوند يې هم فلمي ستورى ابيشيک بچن دى.

ايشوريه راى د حسن ملکه هم پاتې شوې ده، چې په ١٩٩٤ کې يې د ښايست جايزه ګټلې وه.

نوموړې که څه هم ډېر زيات عمر په فلمي نړۍ کې تېر کړ او اوس ٤٥ کلنه ده، خو په ښايست کې يې هېڅ کمى نه دى راغلى او اوس هم هماغسې ښکلا لري. تاسې يې لاندې انځور وګورئ، چې په تېرو لس کلونو کې يې لا هم په حسن کې نور زياتى راغلى دى او له هرې ورځې سره يې ښکلا زياتېږي.

١٣ ايشوريه راى

١٣- نميتا:

نميتا بيا د هند د تيلګو او تمل فلمونو يو له مشهورو ستورو څخه ده. هغه له ډېرو کلونو راهيسې په دغه فلمونو کې کار کوي او تراوسه پورې داسې کومه ستورې نه ده راغلې، چې د هغې ځاى ونيسي.

نميتا چې کله په لومړي ځل فلمونو کې کار پيل کړى و، نو هغه وخت ډېره کلکه او وچه وه، خو اوس يو څه چاقه شوې ده او لامل يې همدا دى چې په تمل او تيلګو فلمونو کې چاقې ممثلې هم ډېرې ځلېږي.

د نميتا په حسن کې هم هېڅ کمى نه دى راغلى، بلکې که په فلمونو کې د هغې د کار پيلولو په مهال هغه وګورو او اوس يې وګورو، نو ښايست او ښکلا يې لا زياته شوې ده. تاسې يې لاندې انځور وګورئ، چې په تېرو لسو کلونو کې يې ښايست څومره زيات شوى دى.١٤ نميتا