fbpx

د کابل چاودنې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ جولای ۲۰۱۹ – د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون په جنوبي دروازه کې چاودنې شپږ تنه ووژل او ٢٧ نور يې ټپيان کړل.

د معلوماتو له مخې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې رامنځته شوه. چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه لاهم څه نه دي ویلي، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وایې چې د پېښې له ځایه ورته شپږ مړي او ۲۷ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

په کابل کې د خبريال ډاټ کام همکار وايي چې دا مهال سيمه پوليسو کلا بنده کړه د ده پر وینا چاودنه زوروره وه او ښایې تلفات یې نور هم زیات شي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې نن کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ او طبي شورا ازموېنې واخيستل شي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز بیا رسنیو ته ویلي چې په سيمه کې يو مقناطيسي ماين هم ځاى پر ځاى شوى و، خو پوليسو شنډ کړی.

د دغې چادونې نوعیت لاهم نه دی معلوم خو ځیني پولیس وایې چې دا چاودنه موټر بم وو.

تر دې دمه د دغې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د یادولو ده پرون ماسپښين هم د کندهار ولایت په امنيه قومندانۍ وسله والو طالبانو بريد کړی وو، چې په نتیجه کې یې د ماشومانو په ګډون ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

ولسمشر غني د کندهار د تېرې ورځ برید غندلی وو هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي و تاسې یو وار بیا ددې وحشیانه برید په ترسره کولو سره وښوده چې د جګړې د دوام، د تاوتریخوالي او ملکیانو د نښه کولو نیت لرئ.

Your SEO optimized title page contents