fbpx

ورکه شوې سپۍ پېدا کړئ، کور، شرکت او يوه نومره انعام واخلئ

خبريال وېبپاڼه \ ١٩ جولاى ٢٠١٩ – ټېکسن: د امريکا يوه اوسېدونکي د خپلې ورکې شوې سپۍ د پېدا کولو لپاره د انعام په ډول د خپل کور ورکولو اعلان کړى، خو وروسته يې بيا ورسره د خپل شرکت او يوې نومرې ورکولو اعلان هم کړى.

د امريکا د ټېکسن اوسېدونکي ايډي کولنز سره د جيني په نوم يوه سپۍ وه، چې د اپريل مياشتې راهيسې ورکه ده. دا سپۍ د (چي هوا هوا) د نسل ده او ډېره نايابه ده او همدا راز خپل مالک باندې ډېره ګرانه هم ده. د دغه سپۍ په لټه کې ايډي کولنز د ځناورو ساتنځايونه، بازارونه او ټولې سيمې وپلټلې، خو د جيني تراوسه هېڅ معلومات ونه شول، تر دې پورې چې هغه يې په لارو کوڅو کې انځورونه هم ولګول خو تر جولاى مياشتې پورې يې درک معلوم نه شو.

ايډي اعلان کړى دى چې هغه کس چې ورته يې د ده سپۍ راپېدا کړه، نو به ورته خپل د يوې کوټې کور په انعام کې ورکوي. خو وروسته نوموړي په دغه انعام کې نور زياتوالى هم وکړ او وې ويل چې د سپۍ پېدا کوونکي کس ته به د کور تر څنګ خپل شرکت يا ورکشاپ او يوه نومره هم په انعام کې ورکړي.جيني سپۍ ١

ايډي له ځايي ټلويزيون سره په خبرو کې ويلي دي چې زړه يې ډېر خپه دى او هره ورځ د خپلې سپۍ په لټه کې له کوره بهر ووځي. ايډي وايي، چې خپله سپۍ پرې ډېره ګرانه وه او هر څوک چې يې ورته راپېدا کړي، نو پرته له کومې پوښتنې به ورته خپل کور، ورکشاپ يا شرکت او همدا راز يوه نومره په انعام کې ورکړي.

د سپۍ کوم انځورونه چې لګول شوي دي، په هغې ليکل شوي: ((زه ورکه شوې يم او هر چا چې وليدم نو زما پلار زما په لټه کې دى، که تاسې زه خپل کور ته ورسولم، نو تاسې ته به د يوې کوټې کور، ورکشاپ او يوه نومره په نام کې درکړل شي، زما نوم جيني دى.))

ايډي وايي، چې جيني سپۍ ده ته د خپلې کورنۍ په څېر ګرانه ده، چې د هغې په وړاندې د مادي شيان ورته هېڅ ارزښت نه لري، خو د ډېرو هڅو پرته هم نوموړي خپله سپۍ نه دى پېدا کړې.