fbpx

ايي سي سي د افغانستان کرکټ بورډ بوديجه په ميليونونو زياته کړه

خبريال وېبپاڼه \ ١٩ جولاى ٢٠١٩: د کرکټ نړيوالې شورا په کلنۍ ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ بوديجه زياته کړې ده، او لامل يې دا ښوول شوى دى چې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد په اړه جدي ګامونه پورته کړي دي.

د کرکټ نړيوالې شورا کلنى کنفرانس چې په لندن کې ترسره شو، دا ځل پکې د ځينو هېوادونو په اړه سختې پرېکړې هم وشوې، لکه د زمبابوې کرکټ څخه يې غړيتوب واخيسته او دليل يې دا و چې په دغه هېواد کې په کرکټ کې سياسي لاسوهنې او فساد زيات شوى دى او همدا راز ايي سي سي ترې ژر د ځواب غوښتنه هم کړې ده.

همدا راز خبريال ډاټ کام ته يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې په دغه کلنۍ ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ بوديجه هم دوه نيم ميليونه امريکايي ډالر زياته شوې ده. ياده سرچينه زياتوي، چې ايي سي سي دا بوديجه په دې زياته کړې ده، چې افغان کرکټ بورډ د فساد په اړه جدي دى او ايي سي سي ته يې د اې پي ايل او نورو برخو په اړه بشپړ معلومات ورکړي دي.

همدا راز ياده دې وي چې په دغه کلنۍ ناسته کې دا پرېکړه هم شوې ده، که په هر هېواد کې په کرکټ کې سياسي لاسوهنې او فساد ترسره شو، نو ايي سي سي ترې خپل غړيتوب بېرته اخيستلى شي، لکه له زمبابوې او نورو هېوادونو څخه يې چې اخيستى دى.

خبريال ډاټ کام معلومات ترلاسه کړي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن عزيزالله فضلي او اجراييه رييس لطف الله ستانکزي د کلنۍ ناستې په ترڅ کې د نورو هېوادونو د کرکټ بورډونو له مسوولينو سره ليدلي دي او له ځينو هېوادونو سره د لوبو پرېکړه شوې او ځينو ورسره ژمنه کړې ده، چې له افغان لوبډلې سره به نړيوالې لوبې ترسره کوي.

له کومو هېوادونو سره چې د لوبو پرېکړې شوې دي، ټولې سترې لوبډلې دي، چې کرکټ بورډ به يې هم ژر په اړه معلومات له خپل رسمي ادرس نه خپاره کړي.