fbpx

نيدرلېنډز په بورقه\حجاب بندېز ولګاوه

خبريال وېبپاڼه \ ١٩ جولاى ٢٠١٩: د نيدرلېنډز حکومت د اګست مياشتې د لومړۍ نېټې څخه په بورقه، حجاب يا هم په مخ پټولو باندې بندېز لګولى دى.

د ځايي رسنيو د راپورونو تر مخه، په نيدرلېنډز هېواد کې به د اګست مياشتې د لومړۍ نېټې څخه په ټولو ولسي ځايونو او عامه ټرانسپورټ کې د ښځو په بورقه يا حجاب کولو باندې بندېز وي.

په راپور کې زياته شوې ده، که چا هم د بورقه يا حجاب وکړ او دغه قانون يې مات کړ، نو هغه به ١٥٠ يورو جريمه کېږي، چې ١٣٥٠٠ افغانۍ ترې جوړېږي.

دغه قانون به په ښوونځيو، عامه ټرانسپورټ، روغتونونو او دولتي ادارو کې عملي کېږي. د قانون تر مخه دولتي مامورين او د ټرانسپورټ کارمندان بايد چې په دغه ځايونو کې څوک وويني چې بورقه يا حجاب يې کړى وي، نو هغوى ته به وايي چې خپله بورقه يا حجاب ليرې کړي او که داسې نه کوي، نو له بس، اورګاډي يا دولتي تعمير څخه دې ووځي. که چېرته دوى له خلکو سره لانجه کوي، نو له پوليسو دې مرسته وغواړي.

د يادونې وړ ده چې ډچ سينټر تېر کال د جون په مياشت کې د بورقې يا حجاب د بندېز لپاره قانون منظور کړى، چې اوس عملي کېږي. که څه هم د نيدرلېنډز هېواد تر ټولو مهم مشاورتي تنظيم (کونسل اف سټېټ) په بورقه\حجاب د بندېز قانون مخالفت کړى و او ويلي يې و چې په هېواد کې له مخکې داسې قانون شته چې په ځينو خاصو ځايونو کې د مخ پټولو باندې بندېز دى.

د معلوماتو له مخې، په نيدرلېنډز هېواد کې داسې ١٥٠ مېرمنې دي، چې هغوى هره ورځ بورقه يا حجاب کوي او خپل مخونه پټوي.

د نيدرلېنډز هېواد پرته فرانسې، سپين، ډنمارک، ايټاليې او ځينو نورو هېوادونو په بورقه او حجابونو باندې بندېز لګولى دى او په هغه دغه هېوادونو کې د دې لپاره ځانګړى قانون جوړ شوى دى.