fbpx

فضلي: که په کرکټ کې سياست راشي، موږ ته به هم مشکل وي

خبريال وېبپاڼه \ ١٩ جولاى ٢٠١٩: د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيز الله فضلي وايي، که په کرکټ کې سياست راځي، نو لکه د زمبابوې په څېر به موږ ته هم مشکل وي. هغه وايي چې ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې چانس ورکول پکار دي، تر څو خپلې وړتياوې ښکاره کړي.

د کرکټ بورډ چيرمېن عزيزالله فضلي په لندن کې د بي بي سي پښتو ټلويزيون سره په خپله مرکه کې وويل، چې د کرکټ نړيوالې شورا غونډه ډېره مهمه وه. په دغه غونډه کې د زمبابوې کرکټ له بندېز سره مخامخ شو او دا د هغه ټولو هېوادونو لپاره، چې په کرکټ کې يې سياسي مداخلې يا نور مشکلات دي، د خطر زنګ دى.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا په افغانستان کې هم په کرکټ کې سياسي مداخله کېږي، ځکه چې د کرکټ بورډ د بورډ غړي ټول سياسي کسان دي، نو ښاغلي فضلي وويل، چې د افغانستان وضعيت داسې دى چې په ټولو ادارو کې داسې څه شته چې بايد نه وي، خو هغه وايي چې موږ تر ډېره دا هڅه کړې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره څنګه خپلواکه ده، نو همداسې خپلواکه يې وساتو.

نوموړى وايي، چې د کرکټ بورډ غړي د کرکټ نړيوالې شورا د قانون سره سم دي، خو که بيا هم داسې څه خبره وي نو د بورډ غړي له رسنيو سره اړيکې لري، وخت نا وخت له رسنيو سره خبرې کوي، بايد چې رسنۍ دې له هغوى په دې اړه پوښتنې وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کرکټ نړيوال جام څخه له راستنېدو وروسته د بورډ غړو پلټنه وکړه او نويد صايم او دولت احمدزي ته يې سزا ورکړه او همدا راز د کرکټ بورډ اجراييه رييس په مرکه کې هم ناست و، ښاغلي فضلي وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ په اساسنامه کې هر څه واضحه دي، په دغه اساسنامه کې د بورډ غړو او عمومي رييس صلاحيت معلوم دى. هغه وايي چې د اجراييه رياست لپاره کس د عمومي رييس له خوا وړانديز کېږي، خو د بورډ غړي هم کولاى شي چې په مرکه کې يې کېني.

نوموړي همدا راز يادونه وکړه، چې د نويد صايم او دولت احمدزي دندې نه دي ځنډول شوي، خو د بورډ غړو د څېړنو په اساس هغوى له نړيوالو فعاليتونو څخه منع شوي او د کورني کرکټ په برخه کې به خپل کار ته دوام ورکوي.

ښاغلي فضلي همدا راز يادونه وکړه، چې د افغانستان کرکټ بورډ يوه خپلواکه اداره ده او هڅه به وکړي چې د چارواکي په دې پوه کړي چې د کرکټ نړيوالې شورا قانون څه دى.

په افغانستان کرکټ بورډ کې د فساد په اړه ښاغلي فضلي وويل، چې کله په افغانستان غوره ليګ کې د فساد خبرې راغلې، نو هغه جدي اقدامات وکړل او خوشبختانه چې د کرکټ نړيوالې شورا اوس د دوى په کلنۍ بوديجه کې دوه نيم ميليونه ډالر هم زيات کړل.

په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو د راتګ په اړه نوموړي وويل، چې هغه د خپلې دندې د پيل پر مهال ملت ته ويلي و، چې که غواړي چې لوبډله ځوانه کړو او په نړيواله کچه نورې لاسته راوړنې هم ولرو، نو به په لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکوو او ټولو خلکو وليدل، چې په نړيوال جام کې اکرام عليخېل او د بنګله دېش اې لوبډلې په وړاندې رحمان الله ګوربز او نورو لوبغاړو خپلې وړتياوې ښکاره کړې.

د اصغر افغان د بېرته مرستيال لوبډلمشر کېدو په اړه ښاغلي فضلي وويل، چې دوى له نړيوال جام مخکې پرېکړه کړې وه، چې راشد خان به لوبډلمشر ټاکي، خو هغه مهال راشد خان لوبډلمشر نه شو، چې اوس له نړيوال جام وروسته نوموړى د درې واړه فارمېټونو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو. هغه همدا راز وويل چې راشد خان په خپله خوښه اصغر افغان مرستيال لوبډلمشر ټاکلى دى، تر څو د هغه له تجربو څخه ګټه ترلاسه کړي.

نوموړي په افغانستان کرکټ کې د سياست په اړه وويل، چې که چېرته په افغانستان کرکټ کې سياسي لاسوهنې راشي، نو لازمي خبره ده چې د افغانستان کرکټ بورډ حالت به هم د زمبابوې په څېر وي.

هغه همدا راز دا هم وويل، چې د عمومي رييس او اجراييه رييس کاري موده درې کاله ټاکل شوې ده او هغه به هېڅ کله هم په دې ونه ويرېږي، چې له خپلې دندې څخه لاړ شي، خو وايي چې تر څو د کرکټ بورډ چيرمېن وي، له ملت سره به خپلې کړې ژمنې پوره کوي.