fbpx

د ۱۲ سوه کاله پخوانی جومات په اسراييل کې راپېدا شوی دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جولای ۲۰۱۹- د اسرائیلو مشهوره لرغونپوهانو د دې هېواد په سوېل د نګب صحرا په یوې څنډه کې د یو پخواني جومات د کشفیدو یا د پیداکېدو خبر ورکړی دی، دوی وایې دغه سیمه په ۶۳۶ میلادي کال کې د عربانو د کنټرول لاندې وه.

د اسرائیلو د لرغون پېژندنې ادارې دوه مهمو مشهوره غړو سلیګمان او شهار سور د جولای په اتلسمه نېټه په ګډه د دې خبر په اعلانولو سره وویل. یو کوچنی جومات چې پیدایښت یې اوم او اتم قرم ته رسېږي، په ټوله نړۍ کې ناداره او زړه راښکوونکي کشف بلل کېدلی شي.

دغو لرغونپوهانو زیاته کړه دا ځکه ناداره کشف بلل کېږي چې د کشف سیمه د اسرائیل په سویل کې بئرشبع ښار په شمالي برخه کې موقعیت لري.»

د پوهانو پر وینا د دې مسجد ځیني پاتې شوني د «رهط» په سیمه کې موندل شوي دي دوی زیاتوي چې دغه جومات مربع شکله دی چې دایره شوی عبادت ځای لري او محراب یې د سعودي ستر ښار مکې طرف ته پروت دی.

د دوی د څېړنو وروسته دا معلومه شوه چې ممکن دا تاریخي جومات پخوا د دې سیمې بزګرو جوړ کړی وي.

د پوهانو پر وینا د کیندنو پر مهال په بزګرو پوري تړل شوې یوه لویه حویلۍ او یو ښارګوټۍ هم موندل شوی دی . چې د حویلۍ قدامت شپږم او اووم، او د ښارګوټۍ دا اوم او اتم قرن ته رسيږي.

د اسرايیلي لرغونپوهانو پر وینا دغه مسجد د اسلام د لومړیو کلونو له لومړیو مسجدونو څخه یو دی ځکه چې پخوا ټولو مسجدونو دایره شوی شکل درلود او دا نن ورځ په اسرائیلو کې موقعیت لري.

د پوهانو پر وینا په ۶۳۶ کال کې عربانو پر دې سیمه واک او کنټرول درلود نو له همدې امله ورته تاریخي کشف ویل کېدلی شي.

د معلوماتو له مخې د رهط سیمه د اسرائیلو د جنوب په ۱۰۰ کلیومتري کې پرته د چې د مدینې او مکې تر څنګ د مسلمانانو له مهمو مذهبي ښارونو څخه شمیرل کیږي.