fbpx

ايا د (مستو) له دې ګټو خبر ياست؟

ماسته د نړۍ يو له ډېرو کاروونکو خوراکونو څخه دي چې زيات خلک يې په خپل طبيعي حالت کې خوري، خو په نړۍ کې د ميوه جاتو په ذايقه کې هم پيدا کېږي.

له مستو څخه (شړومبې يا تروې) هم جوړېږي، چې د ګرمۍ په موسم کې ډېرې کارول کېږي. په اوسني دور کې کنګل شوې يا يخچالي مستې هم ډېرې کارول کېږي.

که تاسو غواړئ چې وزن مو کم اووسي، يا د بدني ښکلا کلب ته تلل درته ستونزمن وي، نو مستې خوړل مو خپل عادت وګرځوئ، دا مو خپل هدف ته رسولی شي.

مستې په زياته اندازه ويټامينونه، پروټين، کلشيم، پوټاشيم، فاسفورس او زېنک لري.

ډېر کم خلک د مستو له ټولو ګټو خبر دي، په حقيقت کې مستې داسې يو خوراک دی، چې بايد زموږ د هر دسترخوان برخه وي.

د مستو ګټې څه دي، دلته يې درښايو:

د وينې فشار نورمال ساتي:

که د وينې د فشار له لوړوالي او ټيټوالي څخه رنځېږئ، نو د مستو خوراک هغه نسخه ده چې ډاکټرانو او څېړونکو ورته ډېره ګټوره بللې ده.

د مالګې ډېر کارول موږ د زړه ناروغۍ، پښتورګو ناروغۍ يا د وينې د فشار له ستونزو سره مخ کولای شي، په بدن کې د مالګې د اندازې د کموالي لپاره پوټاشيم ته اړتيا پېښېږي، په (۲۲۶)ګرامه مستو کې شاخوا (۶۰۰) ملي ګرامه پوټاشیم شتون لري، چې موږ له ګڼو ناروغيو څخه ژغورلای شي.

هډوکي ځواکمنوي:

د عمر په ډېرېدو زموږ بدن د زياتو اجزاوو له کمښت سره مخ کېږي، چې د هډوکو کمزوري کېدل د منځني عمر درلودونکو نرينه وو او ښځينه وو لپاره ډېرې ستونزې پيدا کولای شي، د دې ستونزې په له منځه وړلو کې مستې ډېر مهم رول لوبولای شي، ځکه په مستو کې شته ويټامن ډي او کيلشيم د هډوکو په پياوړي کولو کې مهم رول لري.

د نيويارک د (هيلن هيز هاسټل) مدير (جيري نيويز) وايي: که تاسو د بندوسنو له درد او يا سستوالي سره مخ ياست، نو مستې مو د هر دسترخوان برخه وګرځوئ، خپله به بدلون احساس کړئ.

د هاضمې سېستم ستونزې له منځه وړي:

د مستو يوه بله ګټه د هاضمې سېستم ښه کول دي، په مستو کې يوه خاصه ماده (پروبايوټک) شتون لري، ممکن تاسو د دې مادې په اړه د هاضمي سيستم له کوم روغتياپال څخه اورېدلي وي. د هاضمي سيستم يو متخصص (روبن پلاټکن) وايي: د (پروبايوټک) ماده چې په مستو کې شتون لري، د خواړو په هضم کولو کې مرسته کوي چې له امله يې زموږ روغتيا ته ګټه رسېږي.

پوستکی پاکوي:

که د يو ښکلي پوستکي د درلودلو په پار د زياتو کريمونو او نورو موادو څخه ستړي ياست، نو حيران به شئ چې په دې وپوهېږئ، مستې د ښکلي پوستکي درلودلو لپاره تر ټولو بهترينه نسخه ده.

څلور کاشوغې مستې، درې څاڅکي د بادامو يا زيتونو تېل او يوه کاشوغه شات يو ځای کړئ، په خپل مخ يې ووهئ او د پنځلس دقيقو لپاره يې پرېږدئ، بيا خپل مخ ومينځئ، وبه ګورئ چې پوستکی مو څومره نرم، ښکلی او پاک شوی دی.

ولږه له منځه وړي:

د (واشنګټن) پوهنتون د يوې څېړنې له مخې؛ مستې د ډېر خوراک کولو مخه نيسي، يعنې که له ډوډۍ خوړلو د مخه مستې وخوړل شي، نو زياته ډوډۍ نه شئ خوړلی، چې له امله به يې د کمزورۍ نه بلکې د پياوړتيا احساس وکړئ.

د بدن دفاعي سيستم پياوړی کوي:

د (ويانا) پوهنتون په يوه څېړنه کې دا خبره په ډاګه شوه چې ماستې زموږ د بدن فاعي سيستم فعاليتونه ښه کوي، مستې د ښځينه وو (ټي سيلز) پياوړی کوي. (ټي سيلز) د وينې د سپينو کروياتو برخه ده چې د ناروغيو خلاف فعاليت کوي.

نرم وېښتان:

د وېښتانو د ښکلا لپاره مستې ډېرې ګټورې دي، چې حشکي، خارښ او نورو ناروغيو مخه نيسي چې په پايله کې يې وېښتان نرم او ځلا لرونکي وي.

څلور کاشوغې مستې، يوه کاشوغه د کوپرې تېل او د هګۍ نيم ژېړ يو ځای حل کړئ او پر وېښتو يې ووهئ، دېرش دقيقې يې پر خپل حال پرېږدئ، بيا يې ومينځئ، دا کار به مو وېښتانو ته نرمښت او ځلا وروبښي.