fbpx

پي ټي ایم د ټرمپ او عمران خان د لیدنې پر مهال لاریون کوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جولای ۲۰۱۹ – د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن په درې ورځني سفر امریکا ته روان شو او ورسره سم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د نوموړي پر ضد په امریکا کې د لاریون اعلان وکړ.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به سبا د جولای پر ۲۱ مه نېټه امریکا ته ورسېږي او د خپل سفر په دوهمه ورځ به د جولای پر ۲۲ مه نېټه د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.

د پي ټي ایم غړو او پلویانو هم خبر ورکړی چې د جولای پر ۲۲ مه نېټه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د لومړي وزیر عمران خان د لیدنې سره سم د دوی په سلګونه پلویان لاریون وکړي، د دغې لاریون په ترڅ کې به د عمران خان او باجوه اصلي څېره د نړیوالو، سیمه ییزو رسنیو او امریکایې چارواکو پر وړاندې روښانه کړي.

د پي ټي ایم غړو لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب کې ویلي دي چې د ترهګرو مشر ورور دی او دغه راز یې په دې هم تورن کړی چې ګواکې د افغانستان او پاکستان د پښتون مېشتو په سیمو کې یې جنګ جوړ کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ډله ده چې په پاکستان کې د پاکستاني ریاست څخه د پښتنو حق غواړي، دوی له دوو کلونو راهیسې خپلې مبارزې پیل کړي دي چې په لسګونه غړي یې پکې بندیان او شهیدان شوي هم دي خو بیاهم دغه ډله خپلې مبارزې ته په پاکستان او په نړۍ کې دوام ورکوي.

په پي ټي ایم یو خوا پاکستانی ریاست هر ډول زیاتی کوي ،خو بلخوا د پاکستان حکومتي، سیاسي مشرانو، د بشري حقونو تنظيمونو او مدني ټولنې وخت په وخت د پي ټي ملاتړي دي، خو پوځ یې پر وړاندې د دښمن په شان کلک ولاړ دی .

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین پر وینا دا مهال په پاکستان کې تر ۳۲ زره پښتانه ورک شوي دي. چې په دې کې ځوانان انجونې، حتا ماشومان او ښځې هم شاملې دي ، دغه راز په دې هېواد کې په زیاته اندازه بې ګناه پښتانه شهیدان شوي هم دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او نورو غړو له نږدې دوو کالو راهیسې د دې ټولو ظلمونو حساب، کتاب له پاکستاني ریاست څخه پیل کړی دی چې وخت ناوخت په دې هېواد کې پراخ احتجاجونه هم کوي.

د یادولو ده له دې وړاندې هم له پاکستانه بهر د جولای په ۲ مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپایې هېوادونو په زرګونه غړو د سویزرلینډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر مخ ته راټول شوي وو او د پاکستاني ریاست پر ضد یې لاریون کړی وو.

Loading...