fbpx

هنر عار او ترهګري افتخار

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جولای ۲۰۱۹ ـ له سندرغاړي عبدالله مقري سره مې مجلس درلود، د مازدیګر د لمانځه پر مهال پورته شو او په ټوکه یې وویل، دا لمونځ کوم چې یوازې ملایان رانه جنت ته لاړ نه شي.
له لمانځه وروسته مو د هنر په اړه خبرې کولې، مقري وویل په افغانستان کې دوه شیان د ډېرو ناسمو خلکو لاس ته ولوېدل، یو دین او بل هنر.
د عبدالله مقري په نظر یو شمېر هنرمندانو د هنر سپېڅلتیا و نه ساتله او هنر یې د یوې وسیلې په توګه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو په خاطر وکاروه او له دین سره هم همدا ټوکه وشوه، د مقري په باور دين او هنر سپېڅلې پديدې دي چې که سپېڅلتيا يې ساتل شوې واى، زموږ ټولنه به اوس په دې حال کې نه وه.
ستونزه دا ده چې په افغانستان کې له پخوا راهیسې کسبونو او کسبګرو ته په بده سترګه کتل کېږي، ځكه ډېر پښتانه په خپل کلي او کور کې دغه کسبونه نه کوي. دوی په ایران، دوبۍ، سعودي عربستان، کوېټ، قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې ډېر سخت او ناولي کارونه کوي، خو په خپل وطن کې په دې شرمېږي چې ناييتوب، ترکاڼي، زرګري، اهنګري (پښ توب) یا نور اسانه کسبونه وکړي، په همدې خاطر ډېر وخت د پښتنو په سیمو کې د دې کسبونو د ترسره کولو لپاره له نورو سیمو خلک راځي چې وروسته د دوی ژبه زده کوي او هملته ورسره پاتې کېږي، دا خلک که څه هم د پښتنو خدمت کوي، خو بیا هم ځينې پښتانه په ښه سترګه نه ورته ګوري او حتا خېښي او دوستي نه ورسره کوي.
له هنرمندانو سره هم زموږ د عامو خلکو همداسې یوه رابطه ده، زموږ په ټولنه کې اوس هم هنر او هنرمندانو ته په سپکه سترګه کتل کېږي، که څه هم د هنرونو لاره یوه سپېڅلې لاره ده او دا لاره د ټولنې په بدلون کې یو مثبت رول لوبولای شي، خو که په سم ډول له هنر څخه استفاده وشي.
کېدای شي په افغانستان کې داسې هنرمندان هم ډېر وي چې د هنر په اصالت به خبر نه وي او یوازې د شهرت او پیسو ګټلو په خاطر یې هنر ته مخه کړې، خو داسې ژمن او بافکره هنرمندان هم شته چې غواړي د خپل هنر له لارې په ټولنه کې بدلون راولي.
دا يو واقېعت دى چې افغان هنرمندانو نه خلک ځورولي او نه يې وژلي دي، خو بيا هم په دې وطن کې هنر او هنرمند تر هغو خلکو او ایډیالوژیو ډېر سپک بلل کېږي چې کار یې د خلکو ځورول او وژل دي.
دا خو به تاسې ته هم معلومه وي چې مجاهدینو په زرګونو خلک شهیدان کړل، وطن یې وران کړ، خلک یې بې عزته او دربدره کړل، خو اوس هم ځانونه محترم ګڼي، په خپلو قتلونو، ورانیو او نورو ظلمونو افتخار کوي، طالبان علی هذالقیاس، خو دا ظالمان، قاتلان او ترهګر بیا په هغو هنرمندانو ملنډې وهي او تحقیروي یې چې د یوه انسان ګوته یې هم نه ده وینې کړې.
څو ورځې مخکې چې د اتمې امنیتي حوزې مشر له یوه ځوان هنرمند سره بد چلند وکړ، ډېرو طالبانو د نوموړي دا کار تائید کړ او د حوزې د مشر پر ځای چې د دوی دښمن دی، ځوان هنرمند یې وراټه، معنی طالبانو د حوزې له امنیتي مسوول څخه ملاتړ وکړ، دا ځکه چې دا خلک په ذاتي ډول له هنر، هنرمند او انسانيت څخه کرکه لري او هغه خلک نه مني چې د مینې، یووالي او سولې غږ پورته کوي، خو دا ترهګر مخکې له دې چې یوه هنرمند تحقیر کړي، باید په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړي چې دوى د خدای پر بنده ګانو څه نادودې کړې دي، بیا دې نور نقدوي او توهینوي.
لیکوال: عمران وطندوست