fbpx

پاکستانۍ پېغله: افغانستان او دومره پرمختګ؟

د پاکستان د ځوانو سفيرانو استازي افغانستان ته د اداري اصلاحاتو د کميسون غونډې ته بلل شوي، په دې ناسته کې يوې پاکستانۍ پېغلې په خپلو خبرو کې ويلي چې، موږ د افغانستان د دومره بېساري پرمختګ په اړه هېڅکله فکر نه و کړی.

د دې استازو له ډلې يې ځينو ويلي: موږ فکر نه کاوه چې افغانستان دې دومره پرمختللی او افغان حکومت دې دومره لاسته راوړنې ولري.

دوی وايي: افغانستان د چټکې بيارغونې په حال کې دی، د افغانستان نوی نسل متفاوت دی او له ګاونډیو متفاوتې غوښتنې لري.

د هغوی په وینا، د افغانستان په اړه زموږ لیدلوری تل دا دی چې موږ باید د اقتصادي همکاریو پر لور ګام پورته کړو.

ځوانو استازو زیاته کړې، د افغانستان اداري سیستم هم د ستاينې وړ دی او د دوی پرمختګ موږ حيران کړو.

هغوی وويل: موږ په اوس وخت کې یو پرمختللی افغانستان ګورو.

د پاکستان د ځوانو سفيرانو استازي هر کال افغانستان ته راځي او دلته د ځوانانو په غونډو کې ګډون کوي.