fbpx

محب: ټاکنې به په ډاډمن امنیت کې ترسره شي

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جولای ۲۰۱۹ -.د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ويلي دي، د ولسمشرۍ راروانې ټاکنې به په ډاډمن امنيت کې ترسره شي.

حمدالله محب پرون دا خبرې پروان ولايت ته د سفر پر مهال وکړې د هغه پر وینا ولسمشریزې ټاکنې به داځل په رڼې او شفافې بڼې سره ترسره شي.

محب زیاتوي، افغان امنيتي ځواکونه په ټول توان هڅه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټاکنيزو مرکزونو او خلکو امنيت په پوره ډاډ سره ونيسي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په شپږمه نېټه وشي.

بلخوا څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس اعلان وکړ چې هېواد یې د ولسمشرۍ ټاکنو د ملاتړ او د یادو ټاکنو لپاره د عملیاتي چارو د ترسره کولو لپاره له افغانستان سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

دغه سفیر د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غوښتي چې د ولسمشري ټاکنو د بودیجې له برابرولو ترڅنګ دې د یادو ټاکنو لپاره نور چمتووالی هم ونیسي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب‌الرحمان ننګ هم ویلي، د ټاکل شوې نېټې له مخې، د ټاکنو کمېسیون د ټول‌شموله، رڼو او د افغانستان خلکو ته د منلو وړ ټاکنو کولو ته چمتووالی لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وایې د ټاکنو پر مهال یوه کلیدي نقطه د ټاکنو امنیت او پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدل دي چې باید امنیتي ځواکونه ورته په بشپړه توګه پام وکړي.