fbpx

د سولې خبرې تاریخي هوکړې ته ورنږدې شوي دي

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جولای ۲۰۱۹ – مشهورې برتانوۍ ټایمز ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو په یو مطلب کې لیکلي چې وروستۍ ګډې خبرې د سولې تړون ته نږدې کېږي خو باید بېړه ونه شي.

دا ورځپاڼه په خپل مطلب کې لیکي چې د طالبانو او امریکایې استازو ترمنځ روان مذاکرات یوې تاریخي هوکړې ته ورنږدې شوي دې.

دغه ورځپاڼه زیاتوي طالبان په حقیقت کې هم اوسمهال د افغانستان ډېره برخه خاوره تر خپل واک او کنټرول لاندې لري چې د سولې د هوکړې وروسته ممکن بېرته په اساسي قانون کې ځینې تغیرات راولي.

د ورځپاڼې پر وینا په بیړه له افغانستانه د امریکایې ځواکونو وتل به افغانستان زیانمن او لا بې ثباته کړي.

امریکا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۱۶ زرو نه ۹ زرو ته راټیټ کړی دی او لاهم په دې هڅه کې دي چې دا شمېره نوره هم راټیټه کړي.

ورځپاڼه وایې هغه کړنې چې افغانستان په دې اساس وخت کې بې ثباته کوي نو پام دې ورسره وشي، ځکه که چېرته دا هېواد د ترهګرۍ له ګواښونو ژغوري نو په ډېر انتظار ارزي چې په بیړه هیڅ نشي کېدلی.

وسله وال طالبانو د سولې خبرو ترڅنګ په افغانستان کې بریدونو ته هم زور ورکړی دی، دوی یوازې دوه ورځې وړاندې هم د کندهار ولایت په امنيه قومندانۍ بريد وکړ، چې په نتیجه کې یې د ماشومانو په ګډون ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

ولسمشر غني بیا وایې چې حکومت د لویې جرګې د پرېکړو پر اساس، د سولې پروګرام پر مخ وړي، خو طالبانو د جګړې د دوام، د تاوتریخوالي او ملکیانو د نښه کولو نیت لري .

بلخوا د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندون وایې چې له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو وخت په پوره توګه رارسېدلی او دغه ډله باید له افغانانو سره خبرو ته حاضره شي.