fbpx

سعودي عرب کې له ښځو يو بل بندېز هم ليرې کېږي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٠ جولاى ٢٠١٩: په سعودي عرب کې د ښځو اړوند په يوه بل قانون کې هم ژر بدلون راروان دى، اوس به له دې وروسته ښځې وکولاى شي چې د سړو يا محرم پرته بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، د سعودي عرب حکومت د ښځو په اړه په قانون کې نور بدلون هم راولي. مخکې په سعودي عرب کې دا قانون و چې ښځو به د سړو يا محرم پرته له هېواده بهر سفر نه شو کولاى، خو د وال سټرېټ ژورنال د خبر تر مخه، سږ کال به دا قانون ختم شي او له ١٨ کالو زيات عمر لرونکې ښځې به وکولاى شي چې پرته له محرم څخه بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د وروستيو بدلونونو تر مخه، له ٢١ کاله کم عمره هلکانو ته هم اوس دا اړتيا نشته چې له هېواده بهر د سفر لپاره دې د خپلې کورنۍ څخه اجازه ترلاسه کړي. ويل کېږي چې د سعودي عرب په ورځپاڼو کې هم په قانون کې د دغه بدلونونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

نړيوالې رسنۍ ليکي، که د سعودي عرب حکومت دا اقدام ترسره کړي، نو په سعودي عرب کې به د ښځو په ژوند ډېر اثر پرېباسي.سعودي عرب ښځې ١

د راپورونو تر مخه، په سعودي عرب کې ښځې له ډېرې اوږدې مودې راهيسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. د نړۍ د انساني حقونو ټولنې هم دا وايي، چې په سعودي عرب کې هر څه د نارينه و په لاس کې دي او ښځو ته يې د دويمې درجې هويت ورکړى دى.

په سعودي عرب کې د ښځو د ژوند په اړه په ټولو پرېکړو کې د سړو اجازه لازمي ده، چې په دې کې واده، طلاق، بهرنيو هېوادونو ته سفرونه او د پاسپورټ ترلاسه کول شامل دي. د سعودي عرب په قانون کې ښځې د کورني تاوتريخوالي په اړه هم غږ نه شي پورته کولاى.

Your SEO optimized title page contents