fbpx

شاه سلمان په سعودي عرب کې د امريکايي پوځيانو حضور ته اجازه ورکړه

خبريال وېبپاڼه / ۲۱ جولای ۲۰۱۹ – رياض / واشنګټن: د سعودي عرب پاچا شاه سلمان په سيمه کې د امنيتي خطر له امله امريکايي پوځ ته په سعودي عرب کې د حضور اجازه ورکړه.

د سعودي پرېس اژانس د راپور تر مخه، د سعودي عرب پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيز خليجي هېوادونو ته د نا امنۍ خطر له امله په سيمه کې د سولې د قايم ساتلو لپاره امريکايي پوځيانو سعودي عرب ته ورتګ او هلته د پاتې کېدو اجازه ورکړه.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت په رسمي ټويټرپاڼه هم ويل شوي دي، چې د سعودي عرب او امريکا اوږدې اړيکې به په دغه سيمه کې د جنګ د خطرو د له منځه وړو لپاره کاروي.

امريکايي پوځيانو په سعودي عرب کې له دې مخکې هم دندې ترسره کړي دي، خو په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جنګ پای ته رسېدو سره سم امريکايي پوځيان له سعودي عرب څخه ووتل، خو له هغه وروسته دا لومړی ځل دی چې امريکايي پوځيان يو ځل بيا په سعودي عرب کې خپل ماموريت پيلوي.

بلخوا د امريکا د دفاع وزارت په خپل بيان کې ويلي دي، چې امريکايي عسکر، د جنګ سامان او نور وسايل به ژر سعودي عرب ته ولېږي، تر څو په منځني ختيځ کې د جنګ خطر او د سولې د دښمنانو شوم اهداف له منځه يوسي، تر څو سيمه له ترهګرۍ وساتي.

يوه مياشت مخکې په عمان کې د امريکا لپاره تېل وړونکې د سعودي عرب بېړۍ او د سعودي عرب په تېل سټېشنو باندې له بريدونو وروسته امريکا او سعودي عرب د خپلو ګټو لپاره د ايران پر ضد په ګډو پوځي همکاريو ژمنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې کله له نړيوال اټومي تړون څخه امريکا ووتله، نو له هغه وروسته حالات خراب حالت ته تللي دي او د منځني ختيځ په سمندر کې د جنګ غوندې حالت دی، چرته چې يوې خواته د امريکا جنګي بېړۍ له جنګي چورلکو سره ولاړه ده، نو بلخوا د ايران د انقلاب پوځيان د کښتيو او چورلکو سره د تيار سئ په حالت کې ولاړ دي.