fbpx

امريکا: عمران خان موږ نه دی رابللی

د امريکا  بهرنيو چارو وزارت دغه هېواد ته د عمران خان له سفره ناخبري ښودلې.

تېره اوونۍ د پاکستان بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې عمران خان به له ډونلډ ټرمپ سره د ليدنې په موخه راتلونکې اوونۍ د جولای پر (۲۲)مه واشنګټن ته سفر وکړي.

خو د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې (اما مورګان اورتاګوس) ويلي، تر هغه چې زه خبر يم، تر اوسه سپېنې ماڼۍ امريکا ته د عمران خان سفر نه دی تائيد کړی.

اورتاګوس په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل: ((ما هم هغه ټول راپورونه چې تاسو ورته اشاره کوئ لوستي دي، خو د تائيد لپاره يې بايد له سپينې ماڼۍ سره په اړيکه کې شم، موږ په بهرنيو چارو وزارت کې د اعلان لپاره څه نه لرو.))

د دې څرګندونو په تعقيب، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل ويلي چې امريکا ته د عمران خان د سفر په اړه څرګندونو کې دې له احتياطه کار واخيستل شي.

هغه په خپل تويټر ليکلي چې پاکستاني او امریکايي مقامات د دې سفر په اړه اړيکه کې و او په يو مناسب وخت کې به يې اعلان هم وشي.

له کوم وخت راهيسې چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شوی، د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکې يو څه کړکېچنې شوې دي.

څه موده مخکې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان د تروريزم خلاف پر نه مبارزې نيوکه کړې وه او ګواښ يې کړی و چې پر پاکستان به خپل مالي کومکونه ودروي.

تر اوسه سپينې ماڼۍ يا د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه هېواد ته د عمران خان د سفر په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د وياندې له خبرو مالومېږي چې عمران خان په رسمي توګه د امريکا له لوري دغه هېواد ته نه دی بللی شوی.

عمران خان د لومړي ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه امریکا ته سفر کوي.