fbpx

د عمران خان هرکلي ته امريکايي چارواکي نه دي ورغلی

د پاکستان صدر اعظم عمران خان چې په درې ورځني سفر امریکا ته خوځېدلی و، واشنګټن ته ورسېد، د راپورونو له مخې د نوموړي هرکلي ته هېڅ کوم لوړ پوړی امریکايي چارواکی نه دی ورغلی.

د ديپلوماتيک دود له مخې دا د امریکا له لوري عمران خان ته د ارزښت نه ورکول دي، صدراعظم عمران خان به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدنې تر وخته د پاکستان په سفارت کې پاتې وي.

د راپورونو له مخې د نوموړي هرکلي لپاره د واشنګټن په ډالاس نړيوال هوايي ډکر ته يوازې د پاکستان سفیر اسد محمد خان چې له وړاندې واشنګټن ته تللی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د سفارت نور ټیټ پوړي چارواکي ورغلي دي.

ټاکل شوې نوموړی سبا (دوشنبه د روانې جولای میاشتې په ۲۲ نېټه) د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او پر افغان سولې سربېره د پاکستان او امریکا ترمنځ په دوه اړخیزه اړیکو به خبرې وکړي.

له عمران خان سره په دې درې وځني سفر کې د دغه هېواد پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه، د سوداګرۍ وزير عبدالرازق داود او د ای ايس ای رييس فيض حميد ملګري دي.

سرچينې وايي: امريکا کوښښ کوي پاکستان پر دې قانع کړي چې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني او دايمي اوربند ومني، بل لور ته پاکستان له دې موقع څخه په استفادې هڅه کې د دې کار په بدل کې له امریکا څخه زيات امتيازات ترلاسه کړي او د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه له امریکا سره نوې ژمنې وکړي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي و چې دوی د عمران خان له سفره نا خبره دي او تر اوسه پورې په رسمي ډول هېڅ مالومات نه لري.